ارګ : ولسمشر کرزی مسکو ته روان شو


ولسمشر حامد کرزی دخپل روسي سیال په بلنه په دوه ورځني سفر پلازمینې مسکو ته روان شو نوموړی به له ولسمشر دیمتری مدویدف او لومړي وزیر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو ، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ، د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سیمې د عمومي اوضاع په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه راز په پام کې ده چې حامد کرزی به د روسیې د سوداګریزو خونو له مشر او د نوموړي هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره پر کتنه سربېره د بهرنیو چارو د وزارت د ډیپلوماسۍ په اکاډمۍ کې د نوموړي هېواد محصلینو ته وینا وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال بسم الله محمدی، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال، د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انورالحق احدی، د مخدره توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر ضراراحمد مقبل ، په اقتصادي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شام لال بتیجا او همدا راز د افغانستان یو شمېر ملي سوداګر او د آزادو رسنیو استازي ملتیا کوي. .