حمد الله محب: له سولې پرته د بهرنیو ځواکونو وتل به کورنۍ شخړې رامنځته کړي

روهي (نۍ/۷ د وري)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال او د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال ياسين ضيا نن ورځ کابل کې د هېواد امنيتي وضعيت په اړه خبري ناسته کې ګډون کړی. 

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب په خپلو خبرو کې ويلي دي، حمد الله محب له سولې پرته د بهرنیو ځواکونو وتل به کورنۍ شخړې رامنځته کړي. محب د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي، چې حکومت طالبانو ته کومه طرحه نده وړاندې کړې او مونږ د سولې پر رامنځته کېدو ټینګار کوو.

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله د ترکيې ناستې په اړه ويلي دي چې ياده ناسته کې د افغان حکومت د ګډون لپاره تياري نېول کيږي. 

دغه خبري ناسته کې جنرال ياسين ضيا هغه خبرې بې بنسټه بللې دي، چې ګواکي د وردګ ميدان ولايت بهسود ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو د علي پور پر وړاندې پوځي عملياتو کې د ولسي خلکو شتمنيو ته زيان اړولی.