بوډۍ (لنډه کېسه)

سړه هوا او د ژمي ترخې شپې وې، په دښته کې د سپیو ډېر غپ غپ ؤ، له اسمانه د واورې غټ غټ تپولي راورېدل، د ډېرو لړو (تیارو) له امله هیڅ څه په سمه توګه نه ښکارېدل؛ سترګې مې ډېرې اېخوا دېخوا واړولې، اخېر هم په یوه لېرې دشته کې یوه بوډۍ چې پر اوږو یې پار ؤ، سترګې پرې خښې شوې، وارو وارو مې د بوډۍ پر لور خرکت وکړ، تر بوډۍ ورسېدم؛ خدای شته ډېر ستومانه شوم، څو وارې مې ساه ساه واخیسته. چې کله مې بوډۍ ته وکتل نو کالي او بوټان یې ډېر خراب ؤ، ترې ومې پوښتل بوډۍ دا کالي او بوټان دې ولې دومره پرې پرې دي؟

بوډۍ سم له واره په ژړا او له سترګو یې اوښکې څاڅېدې، په ژړغوني غږ یې وویل: زویه زه بې کسه یم، هیڅوک نه لرم، ځکه مې کالي او بوټان داسې څیري ولاړ دي.

زما له حاله یوازې الله خبر دی، چې زما باندې څه تېرېږي، هره ورځ په یوازې توګه د خلکو کورونه لټوم، ترڅو ډوډۍ برابره او شپه پرې تېره کړم، هغه هم په داسې ډول چې خلک مې ښکنځي، په هر ډول نومونو مې بدرګه کوي.

د بوډۍ دې خبرو په اورېدلو سره ډېر خفه شوم، له سترګو مې څاڅکی څاڅکی اوښکې روانې شوې، نور مې د خبرو الفاظ د پخوا په څېر په سمه توګه نه شوای آداء کولی، خو بیا هم دوهم ځل مې ترې وپوښتل بوډۍ ستا تر شا دا پنډوکی چېرته وړې او کوم ځای کې اوسې؟

بوډۍ په ډېر کړکیجن غږ را غبرګه کړه زویه، دا هغه لارې غار ته وړم، زه هلته اوسېږم، ترڅو د انسانانو د ظالم او خشونت څخه په امن کې وم.

رښتیا هم چې د بوډۍ زړه ډېر له درده ډک ؤ، دا هغه څوک وه چې بې کسۍ دې حالت ته رارسولې وه، د ژوند ټول خوږه یې له لاسه ورکړي ؤ‍، چې د دې بې وسۍ او بې کسۍ ترڅنګ د انسانانو د ظالم څخه ډېره په تنګه شوې وه، ځکه چې دلته انسان بل انسان ته د حیوان په سترګه ګوري، دلته د انسانیت پولې ماتې شوي، دلته د انسان او حیوان ترمنځ هیڅ فرق نه کېږي، دلته د انسانانو د وینو پر سر خلک خپلو بچو ته روزي ګتي، دلته د انسانان له شر څخه حیوانات څه چې انسانان هم خوندي نه دي.
ډېر افسوس!!