جنرال ګل : په افغانستان کې دامریکا ستراتیژي ناکامه ده


دپاکستان دڅارګرۍ ادارې پخواني متقاعد مشر جنرال حمید ګل دواشنګټن پوست ورځپاڼې دراپور په اړه وايي : په افغانستان کې دامریکا ستراتیژي له څیرمې ناکامه ده ځکه واشنګټن دافغانستان او پاکستان په اړه د معلوماتو په راغونډولو کې پر خپلو سیمه ییزو قراردادیانو ډډه لګوي او له دوی بیا تېروتنه کیږي .
واشنګټن پوسټ پرون کښلې و : د طالبانو روحاني مشر ملا محمد عمر ته دزړه ناروغي ورپېښه شوې ده او بیا ای اس ای په کراچۍ کې کوم روغتون ته لیږدولې او هلته ېې د زړه عملیات تر سره کړې دي حمیدګل وايي : دا راپور پر اټکل ولاړ دی ، په سیمه کې دامریکا دستراتیژۍ ستونزه داده ،چې دوی دمعلوماتو په برخه کې پر خپلو ځانګړو شبکو ډډه لګوي او دا دامریکا لپاره مرګونی ګوزار دی ځکه دا شبکې غواړي ،چې له دوی ډالر راخپل کړي او دمعلوماتو کره اوناکره ته نه ګوري .
دشنونکو له انده دپاکستان څارګره اداره له 1996 ز نیولې 2001 ز پورې له ملا محمد عمر سره ډېره نږدې وه او تل ېې له نوموړي سره مرستې کړې دي .