رئيس

 د ورځې لس بجې دي. د پلار معاينه خانې ته په خپل کريمي والګاه موټر کې راغلم، پلار مې د معاينه خانې په انګړ کې درېدلی دی. 
پلاره سلام! خيرت خو دی ولې نا کراره يې! 
هېڅ خبره نه ده، هو! زويه هر څه سم دي، خو دغه بوجيو کې اوړه، وريژې، لوبيا او دالنخود دي او هغو پيپونو کې غوړي دي، پام کوه چې ټېمونه درڅخه چخپيت و چيت نه شي. په احتياط يې په موټر کې کېږده او بوجۍ هم موټرکې واچوه. دا ټول د ماجرو په کمپ کې پر بې وزلو کورنيو ووېشه! 
پلاره! ما ته خو د ټولو مستحقو آدرسونه نه دي معلوم! 
خير! ماما ته دې زنګ ووهه، چې دلته راشي، هغه ته ټولې پتې معلومې دي. 
ښه پلاره! سمه ده، همداسې به وکړم، زه به همدا اوس زنګ ورته ووهم.
مختاره ودرېږه، چې ما ته د تليفون زنګ راغی! 
پوه نه شوم، ښه، هو! سمه ده زه به درشم!
زويه! ته ودره، دغه سودا اوس پرېږده! له برسېرن پوړه! هغه دولتي شعبه چې ده، مديريت او یا که ماموريت دی، نه پوهېږم! هغه د نَوش اووم پوړ درته یادوم، منسوبينو يې را ته تليفون کې وويل، چې کوم ناروغ لري، چې زه يې وګورم! 
راځه ته هم راسره ولاړ شه! 
ښه! سمه ده، ځه چې ځو! 
په زينو کې پورته شو، د دهلېز ښي اړخ ته په لفت کې وختو، اووم پوړ ته راغلو، په دغه منزل کې د ننوتلو يوه دروازه ده، لوی دهلېز دی، څنګونو ته ټولې کوټې او که شعبې دي، ورونه يې تړلي دي. په دهلېز کې له څو تنو سره مخامخ شوو، خو ډېر ځږه ځږه يې راته وکتل! 
پلاره! داڅوک دي؟
مختاره! زه نه پوهېږم، چې څوک دي، خو داسې ښکاري، چې امنيتي چارواکي وي!
خو هلته، هغه سورمخي بيا څه کوي؟
مختاره! ته ليه اوس هم نه پوهېږې، چې مملکت د پرديو په لاس کې دی، سور مخي، تور غري او شين سترګي دلته پرېمانه دي او دا لاسپوڅه اداره يې هم همداسې درواخله! 
ډاکتر صاحب! نو ته دلته څه کوې؟
مختاره! په انګړ کې دې وليدل، ما ته تليفون راغی، چې رئيس صاحب ناروغ دی، ځګه نو زه هم په بېړه دلته راغلم، نور نو زه هم نه پوهېږم. زه بايد خپل مسلکي مسؤليت رفعه کړم! 
موږ په خبرو بوخت یو، یو سور مخی راغی، په ګوډه فارسي راته وايي: رئيس درين اطاق است! يعنې مشر په دغه کوټه کې دی.
مختاره! ته دغه کوټې ته ورشه، چې څه خبره ده! زه به د مشاورينو دفتر ته ورشم او وبه پوښتم!
هو! سمه ده.
د کوټې ور مې پرانيست! د عمليات غوندې مېزاو که کټ باندې يو سپېره سړی پروت دی. نيم سر يې سخر دی او پاتې څڼې يې ګډې وډې دي، داسې ښکاري، چې ډېر ستومانه وي، يا ډېر ځورول شوی، رټل شوی او وهل شوی وي. د عمليات مېز ته ودرېدم. 
رئيس صاحب سلام! زه د ډاکتر اسیستانت يم او په کارونو کې ورسره مرسته کوم! رئيس صاحب پټه خوله دی، له اضطرابه ډکې سترګې يې نيولې دي! ما ته يې په مړاوو سترګو راوکتل! سترګو په سترګو شولو! خو هېڅ نه وايي!
ما ته وهم را پيدا شو! سودايي غوندې شوم!
رئيس صاحب ته مې په ځير کتل، حرکات مې يې څارل، په پښو مې يې سترګې ولګېدې، د دواړو پښو په ګوتو کې يې نرۍ رشمې بندې دي! ته به وايې له ګوتو يې ځندۍ کړی دی! انسان هم عجيبه مخلوق دی، په ذهن کې مې د وژلو، رټلو او ځندۍ کولو بېلابېلې پېښې تېرې بېرې شوې، خو دا رشمې د رئيس صاحب په غاړه کې نه وې، بلکې د پښو په ګوتو کې يې ځوړندې وې!
د رئيس صاحب پښو ته نور هم ځېر شوم، ځندۍ شوې ګوتې يې پړسېدلې دي، شين بخونې تورې دي. نا څاپي مې يو ګام شاته ټوپ کړ! وارخطا له کوټې ووتم. پلار مې له هغه بلې کوټې راووت! غير ارادي مې ورته وويل، رئيس صاحب يې د پښو له ګوتو ځندۍ کړی دی، ګوتې يې شنې دي او رئيس صاحب ډېر درد لري! 
زويه! لکه چې پکې ونښتو!!
دغو خبرو نور هم ووېرولم! د خطر زنګ مې په غوږ کې وشرنګېده! د رئيس صاحب کوټې ته دواړه ننوتلو، هغه د دهلېز سورمخی هم کوټې ته راپسې دننه شو. په کوټه کې ډول ډول کېبلونه پراته دي، سمه د قصابي خونه ده! بس هر څه دې تر سترګو کېږي. 
غږ شو! ډاکټره داسې څه پرې وکړه، چې رئيس هغه ټولې پاڼې لاسليک کړي! 
زه خو طبيب يم! زه څه پرې وکړم؟ زه کولی شم د درد درمل ورکړم، پښې يې له دغو رشمو خلاصې کړم او د ګوتو پر پرهارونو يې پټۍ کېږدم! نور به نو زه څه وکړم! 
سورمخي ما ته رامخ کړ! هغه دوې رشمې! هلته پرتې ريتاړې راواخله! د رئيس نورې ګوتې پرې وتړه. زه هه خوا دې خوا ګورم، خو ډېر وارخطا يم! رشمه يې خپله راواخیستله.
زه او پلار مې سترګو په سترګو شولو، خو هېڅ مو ونه ويل. 
 
زه يې د څنګ کوټې ته واستولم. دکوټې پر غولي زما بټوه پرته ده. راپورته مې کړه، زما ټول اسناد پکې شته دي، خو پوښ يې نوی راته وبرېښېدو! په سوچونو کې ډوب يم. يو وار  مې د صدام حسين اعدام سترګو ته ودرېد، بيا د معمرالقذافي قتل، د آريانا په چوک کې د ډاکتر نجيب ځوړند جسد، د سعودي عرب په سفارت کې د قوشقچي ټوټې هډونه او د تېزاب اودانونه، د امريکايي ميلر تر څنګ په وينو کې لت پت پروت جنرال رازق او په غالۍ کې په وينو لړلی تاو شوی حفيظ الله امين مې تر سترګو تېر او بېر شول. 
 
د رئيسانو د وژلو دا لړۍ اوږدېدله! د ارګ په ګلخانه کې د تره کي پر مخ بالښت، د پاتريسو لومومبا په غاړه کې رسۍ، د المصري لوڅ لپړ ستوني ستغ پږی پر څوکۍ، د هاګ په محکمه کې بې سآ پړمخې پروت ميلوسويچ، د دېمزنګ په جېل کې د ميوندوال په غاړه کې د غرغرې نېکتايي او د چانواري شوی چايشوسکو، يادون مې د مرګ پر څپو ځنګوي، د اور په بټۍ مې اړوي او رااړوي! ناڅاپه مې د کوسکلاه امام الدين په ګوليو وېشتل شوی شهيد سردار محمد داود مې سترګو ته ودرېد او د آليحي د کورنۍ د سټ شويو وينې مې پر باړخوګانو درنې شوي! د رئيس صاحب له کوټې را باندې غږ شو!
 
اې هلکه! دلته راشه! 
د رئيس صاحب کوټې ته ورننوتلم، رئيس صاحب د عمليات له مېزه راښکته شوی دی، ځان يې تر کړکۍ رسولی دی، خو سور مخي له اوږو کلک نيولی دی. 
اې! ولې رډ رډ ګورې! ونيسه دغه سوټی! چې مېز ته يې کشکړو! 
 
ما رئيس تر کيڼ تخرګه ونيو، سورمخي يې تر بل تخرګ لاس تېر کړ! رئيس صاحب زورونه وهي، موږ تر مېزه را کش کړ، په مېز مو واچو! سورمخي د څرمن څو دانې کمر بندونه راواخستل. د رئيس صاحب کټ ته نيژدې شو. د متروکې وارونه يې پرې وکړل، د رئيس کوکارې او چېغې دمتروکو له شړکا سره مل شوې. 
 
زه له کوټې ووتلم. په دهلېز کې دوه تنه پیره داران دي، یو پلو او بل پلو قدم وهي. موږ سترګو په سترګو شولو، يو او بل ته مو په سر اشاره وکړه! زه د څنګ کوټې ته ننوتم، پلار مې لیه درېدلی دی! په کوټه کې ناستو چارواکو، زه له خپل نظره تېر کړم. له يوه سره مې سترګې ولګېدلې! سترګو يې داسې ګواهي راکوله، چې ګواکې نور نو ختم يې!  سپينو سترګو يې د مرګي نغوته راته کوله! 
 
پلار مې هم راته وکتل! ډېر مآيوس دی، خو زه يې د سترګو په رپ وپوهېدم، چې ځان وباسه! يو تن په اوږه ټېل وهلم، دروازې ته نېژدې شوم، له کوټې يې راوايستلم! غلی روان شوم. په دهليز کې لفت ته ودرېدم، سر مې ګيچ دی، ګنګس يم، بې سېکه يم. د دوو تنو غږ مې تر غوږونو شو! 
 
موږ ګومان کولو دا ډاکتر به پر رئيس د اسنادونو لاسليکولو کې زموږ سره همکاري وکړي. موږ ورته وويل، چې ته ډاکتر يې د ګوتو قصابي دې ښه زده ده، نو يوه يوه ګوته يې په ژوند تر پرې کړه، چې د رياست خوند ور په ياد شي! خو ډاکتر سمدستي ضُعف وکړ! هسې سنډه وخوت، سم ډانګسر دی، نه ډانګتر!!! هغه بل چوکړه يې څه شو؟ 
 
ورو لفت ته ننوتم. ښکته راغلم، والګاه موټر درېدلی دی او هغه بوجۍ پر خپل ځای پرتې دي. له وېرې موټر ته نېژدې نه شوم. د سيمساري په دو کان ورننوتلم. خپله بټوه مې د پطلانه له شاتني جوبه راوايستله، پام مې شو چې د تخرګ په جوب کې مې بله بکسه هم شته ده! وسوسه مې پېدا شوه. د تخرګ بټوه مې خلاصه کړه، زما د ټولو اسنادونو، کارتونو او حتی پيسو دوبليکېټ پکې دی. اوس مې جوب کې دوه پېژندکارتونه، دوه مې د درايوري لېسنسونه درلودل او ټول اسناد مې غبرګ دي. وېرې پسې واخستم. د دغه لوی چار برجه تعمير، چې منځ کې يې موټر هم تېر او بېر کېږي، په لومړي پوړ کې يې دوکانونه دي او په نورو منزلونو کې يې دولتي شعبې او تجارتي مرکزونه دي، ډول ډول ماموريتونه، مديريتونه او ان رياستونه پکې موجود دي، خو زه د پوليسو وهم نيولی یم، چې له دغه دوه درجنه اسنادونو سره مې ونه نيسي، که نه نو، د اسنادنو د جعل په تور به مې سم وپرېبي. 
 
د تعمير په انګړ کې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پټ روان يم. په انګړ کې د دوو تنو شخړه شوه. اې په لاره سم ځه! 
خوله دې سمه ښوروه! زه په عامو جامو کې پوليس يم! 
په لاس کې يې یوه لاسي کراچې ده! دواړه سترګو په سترګو شولو! ښه ويل شوي «مار چيچلی له پړي هم وېرېږي»! ما ته هم سودا راولوېدله، ګنې ما څاري، زه د خلکو په بيروبار کې پوپنا شوم. د دهلېز د دېوال څنګ ته ورو ورو روان يم، زما کريمې والګاه د تعمير د انګړ جنوبي اړخ ته درېدلې ده، د هغه مديريت تر لاندې، چې رئيس صاحب پکې دی!
 
د تعمير په شمالي اړخ کې يم. د رئيس صاحب آپارتمان څارم. د مشاورينو د کړکۍ شا ته څلور-پنځه تنه ولاړ دي، سپينې چپنې يې آغوستې دي. غواړم د خپلې والګاه خوا ته ولاړ شم. بيا مې د مشاورينو کوټې ته د سترګو په رپ کې وکتل. ځان مې ورېږدېد. د وروسۍ څنک ته يو سنايپر له دروبينداره ټوپک سره سر راښکاره کړ. زه يې په نښه کړی يم، خو د خلکو بيروبار دی.
 
له ډاره د دېوال څنګ ته پټ شوم! نور هم وهم پسې واخستم. د تعمير د دېوالونو منځ کې يوه وړه چوله ده. چولې ته نيژدې شوم. له چولې مې د مشاورينو وروسۍ په نښه کړه! ته به وايې دغه مشاورينو ته د دغه تعمير ټول کونجونه او ټولې چولې معلومې وي. ډز شو! پر ما خاورې راولوېدلې، دوړې شوې، خلک وارخطا دي، ټول په منډو دي، ما هم منډه کړه، د تعمير د شمالي وړخه وتښوم. د يو آپارتمان د انګړ ور خلاص دی، غوټ پرې ورننوتم، د زينو تر شاه پټ شوم، تياره ده، غلی ناست يم، څوک مې نه ويني، د خپل ژوند وروستۍ شېبې شمېرم، خو مرګی مې سترګو ته برګ برګ کېږي، وخت ډېر ورو تېرېږي، د انګړ دروازه تړلې ده. ماښام رانېږدې دی. تروږمۍ ده. د دوو تنو غږ آورم. 
 
د ماښام خبرونه دې واورېدل؟ هو! خبر يې تېر کړ، چې رئيس جمهور د ورپېښې ناروغي له کبله نن د امنيت په روغتون کې ساه ورکړه. نظامي حالت اعلان شوی! د دولت واګي د نظاميانو د شورا په ولکه کې دي! ياره پردی کټ تر نيمې شپې وي!.....
و من الله التوفيق