
31/12/07
د پكتيا والي وياند دين محمد دروېش خبري رسنيو ته ويلي ، چې تېره شپه د ځاځيو په ولسوالۍ کې سرحدي سيمو ته نږدې د كورمې اېجنسۍ له مركز پاړه چنار څخه لسګونه كورنۍ ورغلي او د هغو سيمه والو په كورونو كې يې اړولي، چې د هجرت پر وخت يې سره پېژندلي وو.
په وروستيووختو کې د پاکستان ټولې قبايلي او سرحدي سيمې د تاو تريخوالي په اور کې سوځي ، خو د كورمې په اېجنسۍ كې روانې شخړې د ځايي شېعه او سني ډلو ترمنځ مذهبي رنګ خپل كړی او له امله يې سلګونه كورنۍ خوست او پكتيا ولايتونو ته په كډه كولو اړې شوې.
څو ورځې وړاندې د خوست ولايت علشېرو، تريزيو او لكڼو سيمو ته نږدې پېنځه سوه كورنۍ د كورمې اېجنسۍ له بېلابېلو سيمو راكډه شوې وې .
د خوست ځايي حكومتي ادارې د دغو كډوالو له يو شمېر كورنيو سره د خوراك او پوښاك په برخه کې د يو شمېر توكو مرسته كړې، خو هغوى وايي، چې وركړل شوې مرستې د دوى له پاره بسنه نه كوي او په خبره يې لويې ستونزې د سرپناه او خوراكي توكو نشتوالى دى.
ويل كيږي چې دا وخت راكډه شوي كورنۍ د ځايي خلكو په كورونو كې مېشتې دي او زياتره اړتياوې يې هم د سيمه والو له خوا پوره كيږي، خو ګرانه به وي چې په داسې غريبو او كليوالو سيمو كې د شخصي مرستو دا لړۍ تر اوږده مهاله وغځيږي.
راكډه شوي خلك وايي، چې په سيمه كې يې د پېښو مذهبي جنګونو په لړ كې په خپلو سترګو وژنې، لوټمارۍ او كورسوځونې ليدلي او د خوراكي توكو بيې هم دومره لوړې شوې، چې كمې كورنۍ به يې د اخېستو وس ولري.