کرنې وزارت وایي چې سږ کال په ټول هېواد کې نږدې ۲۲ ټنه زغفران تولید شوي

 

روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د کابل په بادام باغ کې په سږني کرنیز نندارتون کې، له بېلابېلو ولایتونو څخه زعفران نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یاد وزارت په وینا چې افغانستان د نړۍ غوره کیفیت لرونکي زعفران تولیدوي چې سږکال، په ټول هېواد کې نږدې ۲۲ ټنه زعفران تولید شوې دي.

هرات، په هېواد کې د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې د بادام‌ باغ په دې نندارتون کې هم، ډېرې غرفې د هرات د زعفران کارانو دي.