کورنیو چارو وزارت: په تېر یو کال کې شاواخوا ۶۰۰۰ زره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

 
 
روهي (یوه نۍ/۱ د وري)، کورنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو په تېر یو کال کې د خپلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه دوه زره ولسي وګړي وژلي دي. 

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې طالبانو په تېر کال کې ۹۲ ځانمرګي، ۲۱۷۳ ماین چاودنې او ۵۰۰ هدفي بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې یې نږدې دوه زره ملکي وګړي وژل شوي او ۴۱۷۴ نور یې ټپيان کړي دي. 

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت ډېره لوړه شوې ده.