ملا غني بردار د مسکو ناسته کې: اسلامي امارت دغه درې ځانګړنې لري 

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته د روسيې په کوربتوب تېره ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د اسلامي امارت د استازو په شتون کې تر سره شوه. 

د دغه ناستې ته د طالبانو د اسلامي امارت مرستيال ملا عبدالغني برادر هم ورغلی وو او ويلي دي چې د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو اسلامي امارت هېواد له بحران ژغورلی شي. 

د نوموړي په وينا چې د اسلامي امارت د هېواد د تجزیې مخه نېسي، امنيت به رامنځ ته کړي او افغانستان کې د نشه يي توکو او فساد مخه به ونېسي. 

دغه ناسته کې د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو په چټکتيا ټېنګار کړی.