د دولت يو جګ پوړى پلاوى په خوست كې د ښاري پراختياپر ستراتيژيك پلان كاركوي

 د دولت يو جګ پوړى پلاوى په خوست كې د ښاري پراختياپر ستراتيژيك پلان كاركوي په دغه پلاوي كې د افغانستان د ښاري پراختياوزيرسلطان حسين حصاري، د رغونې په چاروكي د ولس مشركرزي  سلاكار يوسف پښتون، او څو نور كسان ګډون لري، دوى وايي چې د خوست ښار پراختيالپاره به داسې پلان جوړ كړي چې ترڅولسيزو به د خوست لپاره ګټور تمام شي.
بشپړ ريپوټ :
په همدې موخه د خوست په دولتي ميلمستون كې د يوې خبري ناستې پرمهال خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل چې له تېرو څو مياشتوراپدې خوا په خوست كې د ښار پراختيالپاره په يوه ستراتيژيك پلان كار روان و، او بالاخره يو پلان تصويب شواو بيايې د منظورۍاو عملي كولو لپاره د ښاري پراختياوزارت او نورو مرستندويه  ټولنو ته وليږلو، ځكه اوس له مركزنه د ښاري پراختياوزيرپه مشرى يو پلاوى راغلي ترڅو د ښارپه پراخوالي غور وشي.
 د ښاري پراختياوزير سلطان حسين حصاري وويل چې دوى د خوست ښارټولې برخې له نږدې وليدلې اوپه دې يې خوښي وښوده چې په ښاركې يوشمېرماركېټونه، پاركونه اونور جوړ شوي دي، نوموړي زياته كړه چې دوى به د خوست ښار د پراختيالپاره داسې پلان جوړ كړي چې ترڅولسيزو به د خوست لپاره ګټور تمام شي، د ده په خبره د ښارونو په پراخوالي سره خلكوته د كاركولو زمينه په لاس ورځي او دا د خلكو په اقتصاد مثبت اغېزكوي.
كه څه هم په خوست ښاريوشمېرماركېټونه جوړشوي خو اوسيدونكي يې له دې امله سرټكوي چې ډېريې په خپل سر جوړشوي، نه يې د پاركنګ درك ليدل كيږي اونه يې نقشه د چا لخوا كتل شوې ځكه خو يې د ښارپه ښكلا كې هم ډېربدلون نه دى راوستى.