د جمعيت ګوند نوي رئيس عطا محمد نور صلاح الدين رباني ته په اشاري ويلي:  د تېرې ورځې بريد زمونږ سياسي مخالفينو کړی 

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، تېره ورځ کابل کې د يوې سترې ناستې په ترڅ کې د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند پخوانی اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د دغه ګوند د رئيس په توګه ټاکل شوی. 

له عطا محمد نور سره دوه نور کسان؛ حفيظ منصور او قدريه يزدان هم نوماندان وو، چې عطا محمد نور د ټولو ۷۵ رايو، د ۶۵ رايو په تر لاسه کولو  د جمعيت ګوند د رئيس په توګه ټاکل شوی دی. 

د جمعيت ګوند د تېرې ورځې پر ناسته بريد وشو چې له امله یې درې کسان ووژل شول، عطا محمد نور که څه هم د چا نوم نه دی اخېستی خو صلاح الدين رباني ته یې په اشارې ويلي دی، چې ياد بريد د دوی د سياسي مخالفينو کار وو. 

د عطا محمد نور په وينا چې د دوی سياسي مخالفينو کولی شول چې خپل مخالفت څرګند کړي خو وسله وال بريد له ترهګريزو کړنو هم بد عمل دی چې پر خپلو همسنګرانو یې کړی. 

له بلې خوا صلاح الدين رباني چې د جمعيت ګوند د يوې بلې برخې مشري کوي ويلي دي چې د عطا محمد نور او ملګرو ياد عمل یې د جمعيت ګوند پر وړاندې يوه کودتا وه.