صلاح الدين رباني: پر جمعيت ګوند کودتا شوې

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني د عطا محمد نور په مشرۍ د دغه ګوند د کنګرې په اړه د تېرې ورځې ناستې ته غبرګون ښوودلی او هغه یې سپينه کودتا بللې. 

د صلاح الدين رباني له خوا د جمعيت ګوند په نشر شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان جمعیت اسلامي په پلازمینه او ولایاتو کې پر خپلو غړو باندي د اتحاد او یووالی غږ کوي، او ډاډ ورکوي چې دغه نیمه سپینې کودتاوئ به د ولسواکۍ د ساتنې، د عدالت خوندي کولو او د تابعیت د حقونو د تضمین په لاره کي زموږ د ګوند دريځ د لوړو اهدافو د پلي کولو په موخه به د پخوا په پرتله ډیر قوي کړي. "

صلاح الدين رباني ويلي دي چې ده هڅه کړي ترڅو د جمعيت ګوند جلا شوي غړي بېرته له دغه ګوند سره يوځای کړي، خو هغوی د نورو په لارښوونه په ناسمې لارې روان شوي دي. 

رباني دا نېوکه هم کړې ده چې د تېرې ورځې غونډه کې د ګډون لپاره د پوځي الوتکو او هلیکوپټرو په واسطه د ځینې خلکو لیږد، پداسي حال کې ده، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیان او شهیدانو لیږد هم اسانه ندي؛ د نننۍ غونډې اصلي طبیعت او د صحنې شاته د لاسونه نښه ده.