مسعود اندرابي: پر لویو لارو به له باج اخیستونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د کب)، د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي پرون د کندهار - زابل پر لویه لاره د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره، پر یاده لویه لار له بار وړونکو موټرو د باج اخیستنې موضوع له نږدې څارلي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې محمد مسعود اندرابي د کندهار او کلات ښارونو پر غځېدلې لویه لاره د بار وړونکو موټرو له چلوونکو سره وکتل او د دوی ستونزې او اندېښنې یې واورېدې. 

وزارت زیاتوي، چې اندرابي همدا راز پر یاده لویه لار له امنیتي پوستو هم لیدنه کړې او اړونده مسوولینو ته يې په چارو کې د مسلکي چلند او د ځايي خلکو د رضایت د ترلاسه کولو سپارښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته ډاډ ورکړی، چې پر لویو لارو به د فساد او باج اخیستنې مخه په کلکه نیسي او په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي.