پکيتکا وﻻيت کې په يو موټر پسې چاودنه شوې

 د پکتيکا ولايت په خوش آمند ولسوالۍ كې د ملكي وګړو په يونه موټرچاودنه شوې او له امله يې ديارلس كسان وژل شوي دي، په وژل شويوكې ډيرى يې ښځې او ماشومان دي. د پکتيکا والي محب الله صميم د پېښې د تائيد تر څنګ دا پېښه په سختوټكو كې وغندله.
دا په داسې حال كې ده چې په دې ورستيوكې د ماين چاودنو له امله د ملکي وګړود مرګ ژوبلې پيښې زياتې شوې دي. تراوسه چا د دې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.
بل پلو ناټوځواكونه وايي چې د خوست په تيريزيو ولسوالۍ كې يې د شپيې پرمهال عملياتوكې پېنځه شكمن كسان نيولي دي.
بشپړ حال په ريپوټ كې:
د پكتيكا والي وايي چې د چارشنبې په ورځ نږدې يو ولس بجې د دغه ولايت د خوش امند ولسوالۍد نوي كلا په سميه كې د ملكي وګړوپه موټر چاودنه شوې او له امله يې ديارلس كسان وژل شوي دي، د نوموړي په خبره چې د خوش امند کلي يوه اوسيدونکي د خپلې كورنۍ ميرمنې او ماشومان د درملنې په موخه د ولسوالۍ کلينيک ته روان كړي وو چې په موتريې د سړك د غاړې ماين چاودنه وشوه، ځكه خو زياتره ميرمنې او ماشومان پكې وژل شوي دي. كه څه هم د پكتيكاوالي وايي چې دا ماين د دولت وسله والومخالفينوځاى پرځاى كړى و، خو تراوسه يې نه په تورڅوك نيول شوي اونه يې هم مسووليت چاپرغاړه اخيستى دى. د پكتيكاوالي دا پېښه په سختوټكوكې وغندله. د يادولوده چې په دې وروستيو کې د ماين چاودنو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پيښې زياتې شوې دي، له دې وړاندې په بغلان ولايت كې دوولس، په زابل ولايت كې اوه، او په هلمندولايت كې شپږ ملكي وګړي يواځې په بمي چاودنوكې وژل شوي دي.
او د يوبل خبرله مخې په خوست كې د ناټوځواكونومطبوعاتي دفتر وايي چې د خوست په تيريزيو ولسوالۍ كې يې د شپې پرمهال پريوه كور عمليات كړي او پېنځه شكمن كسان يې له وسله والوطالبانوسره د تړاو په تورنيولي دي، خو دولتي چارواكواو ځايي خلكوپه دې اړه څه نه دي ويلي.