پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د لنډمهالي حکومت له طرحې ملاتړ کوي

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د کب)، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې سولې د ترلاسه شوې فرصت د نه ظایع کیدو لپاره که بله لار نه وه نو د انتقالي حکومت د جوړېډو تګلاره دې عملي شي.

پخواني ښاغلي کرزي تازه په یوه مرکه کې ویلې ویلي دي چې یوازې دوه انتخابه موجود دي، یو دا چې طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي او یا هم د یوه لنډمهاله حکومت جوړښت چې د طالبانو ګډون ته هم پکې زمینه برابره شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان سولې په بهیر کې ښکېل کسان باید دا چانس اسانه له لاسه ورنکړي او پرې نږدي چې په افغانستان کې د سولې اوسنی فرصت له لاسه ووځي.

کرزي په افعانستان کې د امریکا لخوا د یوه لنډمهاله او انتقالي حکومت له جوړیدو هم ملاتړ کړی او ویلې یې دي چې که بله لاره نه وي دا لاره هم سمه ده.