د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه بل جنجال؛ تازه پرېکړې ولې يې غبرګونونه راپورته کړل؟

تېره ورځ  د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په يوې خبرپاڼې کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ۵۴ لږکيو قومونو د نومونو د لېکلو پرېکړه رسنيزه کړه چې پراخه  غبرګونونه يې راپورته کړل. 

د يادې ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د هېواد د يو شمېر قومونو مشرانو په دې وروستیو کې د بېلابېلو رسمي مراجعو له لارې په الکترونیکي تذکرو کې د خپلو قومونو د نومونو، چې په ښکاره ډول د هېواد په اساسي قانون کې نه دي ذکر شوي، د لیکلو غوښتنه کړې وه.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد د شریفو قومونو د مشرانو غوښتنو او د اساسي قانون د څلورمې مادې د درېیم بند تفسیر ته په پام چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د عالي شورا له لوري د ۱۳۹۶/۰۵/۳۱ نېټې د ۲۷ ګڼې قضایي قرار له مخې چې په‌کې راغلي: ((د څوارلس ګونه قومونو تصریح د حصر په معنی نه ده او د ”نورو قومونو“ عبارت له دې څوارلس قومونو پرته نور قومونه هم په بر کې نیسي او د تابعیت تذکرو کې یې لیکل د قانون د حکمونو له مخې کوم ممانعت نلري))، پرېکړه وکړه د هغو قومونو نومونه چې د بېلابېلو رسمي مراجعو له لورې دې ادارې ته را لېږل شوي د الکترونیکي تذکرو په سېسټم کې ځای پر ځای کړي.

دغه پرېکړې ته د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمعيت ګوند رئيیس عطا محمد نور، احمد ضيا مسعود، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني او ګڼو نور سياسي څېرو غبرګونونه ښوودلې دي. 

عبدالله عبدالله د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دغه پرېکړه تېروتنه بللې او ويلي دي چې ياده اداره بايد خپله دغه پرېکړه اصلاح  کړي. د عبدالله په وينا چې دا ډول کړنې په هېواد کې شته ملي يووالي ته زیان رسولی شي. 

د جمعيت ګوند رئيس صلاح الدين رباني په دغه کار هېواد کې د يوې کوچنۍ کړۍ کړنه بللې ده او خبرداری يې ورکړی دی چې داسې چارې د افغانستان د تجزيې او قومونو ترمنځ د ژور نفاق سبب کيږي. 

له بلې خوا د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په خپل لومړي فېسبوکي پيغام کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دغه کار ته منفي غبرګون ښوودلی خو وروسته يې بيا د لږکيو قومونو د هويت  لېکل د هغوی حق او د حکومت مسووليت بللی. 

ولې ځيني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له دغه پرېکړې ناراحته شوي او غبرګونونه ښيي؟ 
افغانستان کې د څلور ستر قومونو؛  پښتون، تاجک، هزاره او ازبکانو ور اېخوا په لسګونه لږکي هم ژوند کوي. د لسيزو په اوږدو کې د دغه لږکيو حقوق د لويو قومونو له خوا اخېستل شوي او خوړل شوي دي. 

د بېلګې په ډول عرب، پاميريان، ايماق، جمشيدي او تايمني هغه کوچني قومونه دي چې تاجک سياسي مشران يې د خپل قوم برخه يادوي خو له بلې خوا د دغه کوچينو مشران او استازي غواړي چې د مستقل هويت په ډول وپېژندل شي. 

همدا ډول هزاره قوم د سادات، غزنويان او بيات قومونه د هزاره قوم برخه شمېري. ازبکان بيا قرلق، ترکمن او نور په لويه کې په ازبکانو پوري تړلي. 

اوس که چېرې د احصايي ملي ادارې پورته پرېکړه پلې شي، نو هغه قومونه چې خپل نفوس د ناسمو مالوماتو پر بنسټ ميليوني يادوي، لږکي قومونه يې په خپل ځان کې مدغم کړي او حقوق يې اخلي؛ رېښتني شمېر به يې څرګند او په دې سره به د سلنې  پر اساس د افغانستان قومي جوړښت څرګند شي.