له کړکېچه د افغانستان د وتو حل ‎

هېواد کې رامنځته شوی سیاسي کړکېچ چې د واک وېش، سولې او د نوی حکومت بېلابېلې طرحې په بر کې نیسي او خلک هم له موجوده بد وضیعت څخه د تېرېدو انتظار کوي نو په کار ده چې په یوې داسې لارې تمرکز وشي چې د نظام، د ورستیو لسیزو لاسته راوړنو او اساسي بنسټونو په ساتنې د جګړې ښکېلې غاړې جمعه سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او په ټوله کې ولسونه سره منسجم شي ترڅو د یوه آباد، سرلوړي او تاریخي افغانستان پر لور نوي قدمونه واخیستل شي.

اوس هېواد کې د سولې معاضله ان دومره پېچلې شوې چې په دې برخه کې هره نوې خبره د افغانانو سربیره د سیمې هېوادونو ته هم د یو نوي ګواښ په توګه ور څرګندېدلی شي.

له څلوېښتو زیاتو کلونو راهیسې د نړۍوالې ټولنې په ګډون افغانستان کې حکومتونو د یو ډول سولې د ټینګښت هڅې کړې خو تر نننه یې معقوله پایله نه ده ورکړې. وروسته له هغې چې امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه وکړه، نو د سولې خبرو رنګ واړوه. د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره که څه هم امریکا او نړۍوالې ټولنې د دوحې تړون لاسلیکولو په ورځ بیا خپلې ژمنې تازه خو د هغې سربیره اندېښنه جدي وه. ولسمشر غني او حکومت یې امریکا کې د نوې ولسمشر په راتګ نوې ساه واخیسته او کله چې د دغه هېواد نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د دوحې د هوکړې ارزولو خبره وکړه نو طالبانو د سیمې هېوادونو لکه پاکستان، ایران او ترکمنیستان ته سفرونه وکړل خو حکومت د نظام د ثبات او د جمهوریت تر چتر لاندې د سولې د ټینګښت سورنۍ بیا تود کړ.

په وروستیو کې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  بلنکن د لیک رسېدو یو وار بیا د سولې د خبرو زاویه بدله کړه او په دې برخه کې یو نوی حرکت پیل شو چې هممهاله د افغانستان سولې لپاره مسکو او استانبول د بېلابېلو غونډو رابللو خبرونه ورکړل شوي. حکومت سره له دې چې په دې غونډو کې برخه اخلي خو د بلنکن له لیک او داسې طرحو سره - چې په کې لنډه مهاله یا انتقالي حکومته خبره شوې وي - کلک مخالف دی. دغو غونډو ته د حکومت او طالبانو ترڅنګ د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، مارشال دوستم هم بلل شوي دي. دا به لا وختي وي چې د یادو ناستو د پایلو په اړه سړی څه ووایي خو له دغه جنجال او کړکېچه د وتلو حل لپاره ځینې ټکي وړاندیزوو:

هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کافي ناستې شوې خو اړتیا ده چې په دې برخه کې یو چټک ګام پورته شي. دا ګام د سیمې له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پرته ناممکن دی. اوس  د جګړې ښکېلو غاړو جمعه سیاسي مطرحو ګوندونو ته یو ښه چانس په لاس ورغلی ځکه د روان کړکېچ لپاره د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې هم خپلې مټې رانغاړلې دي.

د حکومت په مرکچي پلاوي کې ترډېره ملي اجماع یعني د ښځو او ګوندونو ونډه شته، د طالبانو پلاوی هم معلوم دی؛ که چېرته د حزب اسلامي په ګډون افغانستان کې دننه د ځینو نورو ګوندونو او اغېزمنو سیاسي څېرو یو نوی پلاوی هم رامنځته شي ترڅو په خبرو کې د درېیمې غاړې په توګه برخه ولري نو سوله به همه شموله او اساسي شي.

څنګه چې ترکیه اوس د افغانستان سولې لپاره  خپل استازی معرفي کوي نو له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره د افغانستان تعامل په برخه کې ترکیه موثره ونډه لرلی شي. همدغه هېواد کې دې د درې اړخیزو ناستو په لړ کې او د نړۍوالې ټولنې تر څار لاندې پرېکړه وشي چې اوسنی حکومت دې د روانې دورې تر پایه په خپل حالت پاتې شي خو د نویو ټاکنو لپاره- څنګه چې د ولسمشر غني غوښتنه ده- جدي هڅه وشي. تر هغه دې همدغه درې اړخیز پلاوی د اساسي قانون د ځینو هغو موارو پر بدلولو کار وکړي چې نیوکه پرې موجوده ده؟ هغه ټکي دې مشخص شي او د اوسني حکومت په وروستي کال دې لویه جرګه راوبلل شي ترڅو د ورستیو لسیزو د لاسته راوړنو او اساسي بنسټونو په ساتنې د اساسي قانون د ځینو موارو بدلولو په اړه پرېکړه وکړي.

همدارنګه د جمهوریت څپه دې هم وتړل شي او پر ځای یې یوازې "اسلامي دولت" - چې تل یې دولت او نورې ډلې یادوي- رامنځته شي خو داسې دولت چې په مطلق ډول له ډیکتاتوریت وتلی وي، درې قواوې(اجرائیه، مقننه او قضائیه) ولري او د همدغو بنسټونو پر قوت دې کار وشي.

ولسي جرګې ته دې له دغې پرېکړې سره سم د طالبانو ۵۰ تنه او مشرانو جرګې ته دې د ولسوالیو شمېر په کچې او په موقتي ډول تر نوې دورې ور زیات کړل شي. د بلې دورې لپاره د طالبانو زیات شوی سهم له منځه ځي او هر سړی کولی شي چې بیا ځانونه نوماند کړي. د ولسوالیو او ولایتي شورا ټاکنو لپاره هم حکومت مسوول دی چې اساسي ګامونه پورته کړي.

هر لوري چې ټاکنې وګټلې د نظام په لا پیاوړي کولو، د بهرني سیاست په ټاکلو، فساد سره مبارزې، د اوبو خوندیتوب او دننه نورو پراختیایي کړنو لپاره له ګوندونو، مدني ټولنو او خلکو سره د یوه پرانیستي حکومت په توګه مشوره کولی شي.

خو تر هرڅه لومړی د همدغې طرحې لپاره د جګړې د بندیدو مسئله مهمه ده چې د یوه نړیوال تضمین په موجودیت کې دې دا پرېکړه وشي، سراسري اوربند دې حاکم شي او د ښکېل لوریو په رضایت دې د درې اړخیزو ناستې لړۍ دې هېواد ته هم را وغځيږي ترڅو نوي ګامونه خلکو ته هیله بښونکي وه اوسي او په پاتې نورو وړو موضوعاتو دې هم بحثونه وشي.

په دې طرحه سره به د جګړې مخه ونیول شي. د طالبانو، حکومت او ګوندونه زیاتره نظرونه به هم پلي شي او ورو - ورو په حکومتولي ټینګه شي. دغه راز د سیمې د ځینو هېوادونو اندېښنې به هم حل شي او اړیکې به بیرته د سیمې د رغښت په لور واوړي.