له تېرو تجربه؛ راتلونکي ته پام!

جګړه په ټوليزه توګه د يوه هېواد ټولې شتمنۍ له مينځه وړي، په جګړو ښکېلې خواوې دواړه له زور نه کار اخلي، څو خپل هدف ته ځان ورسوي، خو هدف ته رسيدل، دومره آسانه خبره نه ده، بلکې دواړه لوري له مالي او ځاني زيانونو سره مخ کيږي.

دلته که په جګړې ښکېلې خواوې زيانمنې کيږي، ولس ته هم زيان اوړي، لکه څنګه چې افغانستان څه دپاسه څلويښت کلنې جګړې، داقتصادي، فرهنګي، سياسي او په نورو برخو کې وځپل، خو لا هم د جګړې پايله روښانه نه شوه،چې کوم لوري خپل مقصد ته ځان ورساوه، بلکې دغې څلوېښت کلنې جګړې ډيري نظامونه راوپرځول او هېواد يې په کنډوالو بدل کړل.

اصلي خبره دلته ده، چې موږ ولې له تېرو وختونو تجربه نه اخلو!؟ ولې خپل ماغزه په کار نه اچو!؟ که په تېرو نظامونه يو ځغلنده نظر واچو، چې دوى د هېواد لپاره څه پلانونه او طرحې درلودې، خو بيا هم تر شاه يې بهرنۍ مغرضې کړۍ موجودې وې، چې دهمدغوکړيو په اشاره څه اهداف دلته پلي کېدل،دولت به  د ولس له مخالفت سره مخ کېدل، نظام به خلکو ته غلط تعبیریدل او حتی کفري ټاپې به پرې لګول کیدې، دا څه ؤ؟ 

په پښتو کې يو معقوله ده، (چې هم څيرل کوي هم ګنډل)نو بهرنيو هېوادونو دنظام په جوړولو کې به يې مرستې کولې، د وخت نظامونه به يې په پښو درول، خو په دننه هېواد کې به يې عقيدوي افغانان د نظام پر وړاندې هڅول، چې حکومت له ماتې سره مخ شي اوګټه يې همدغو هېوادونو ته پاتې شي.

 نو پايله يې دا شوه، چې د افغانانو په منځ کې دکلونو کلونو دښمنۍ لاتر اوسه پاتې دي  او اصلي طراحان يې همدغه بيروني مغرضې کړۍ دي، چې اوس هم دلته د سولې راتلو مخالفت څرګندوي او نه غواړي په افغانستان کې دې  دايمي سوله راشي.

 که د هېواد تاريخونه ولولو، ټولو ته جوتيږي، چې زورواکي هېڅکله هم د قدرت پاتې کیدو ته بقا نه ده ورکړې، بلکې را چپه شوي او نومونه يې هم په تورو ليستونو کې راغلي، چې راتلونکي نسل به هم ورته يو ډول د حقارت په سترګه ګوري.

اصلي خبره داده،چې نظام پسې ولس ودريږي، ولس يې ملاتړې وي، نو داسې نظام به تل مضبوط او له بهرنيو دسيسو به په امن کې وي او داسې هېواد به واوسي، چې نورې جګړې به  پکې نه وي، د ښېرازۍ او پرمختګ په لوري به روان وي.

راځی هېوادوالو! نور د یو بل سره اوږه په اوږه ودرېږو تر څو دښمن ونه توانیږي، چې زموږ  له بې اتفاقیو ناوړه ګټه پورته کړي، هر افغان په ځانګړي ډول ځوانان باید هڅه وکړي، تر څو د عامه پوهاوي له لارې هغه ځوانان چې د نورو په اشارو هېوادکې جنګیږي را وګرځول شي، خپلو هېوادنیو مسؤلیتونو ته يې ځیرکړي، ځکه دا په هر افغان فرض ده، چې په هېواد کې سولې او آبادۍ ته کار وکړي.