ځوانانو پام مو شته!

په هېواد کې کرغيړنې جګړې زموږ ګن شمير ځوانان تيت او پرک کړل، څه په اور کې لولپه شول، څه بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول. همدارنګه دهېواد دښمنانو له مخکې طرحه کړې توطيې او پلانونه زموږ ځوانان يې له سواده محروم، په نيشه يي توکو روږدي، د يو او بل په نوم يې سره خپلو کې په جګړو ښکېل کړل او دافغانانو اقتصاد ته يې بې درکه زيانونه واړول، چې دغه لړۍ لا روانه ده.

د اوسني عصر ځوانان او راتلونکي نسلونه دې له تجربو ګټنه پورته کړي، چې د بهرنيو استخباراتي کړيو دسيسې دې شنډې کړي، پرې نږدي، چې زموږ په ځوانه هستۍ نورې لوبي وکړي، بلکې د پوهې له مخې دې ورته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي. راځئ ځوانانو! دملي يوالې سمبول واوسو، د هېواد دخاورې دښمن پر مخ درنه څپيړه به مو هلته ورکړې وي، چې د يوالي په شتون، خپل هېواد کې دجګړو پر ځاى بنسټيزې او ښوونيزې چارې پيل او دوام ورکړو. 
ځواني به هلته ثابته کړو، چې د هر افغان درد خپل درد وګڼو او د ګران افغانستان نه اور مړ او دسوکاله او ښېرازه ژوند نوي فصل پرانيزو. دغه آرمان ته د رسېدو لار ټينګه اراده او قوي عزم  ته اړتیا ده، چې ټول ځوانان دغه او صاف پرځان ومني، خو که تش په خولې وايو او عمل ونه کړو، نو د ځوان احساس به موږ کې نه وي او بې پلانه ژوند او وخت به هسې پرموږ تېر وي او دښمن به تر دې زيات خپلو شومو موخو ته په  آسانۍ توګه ځان رسولي وي.