حامد کرزي د انتقالي حکومت له هغې طرحې ملاتړ  کوي چې امريکا وړاندې کړې او صالح ورته سخت غبرګون ښوودلی 

روهي (جمعه/۲۲ د  کب)، پخوانی افغان ولسمشر حامدکرزی د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت له هغې طرحې ملاتړ کوي چې د طالبانو په شمول په کې د يو ټول - شموله انتقالي حکومت ويل شوي دي. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشېټېډ پرېس رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي، چې دا ډول طرحه د ټاکنو او اساسي قانون د تعديل او سمون لپاره لار پرانېزي. 

پخواني ولسمشر له اسوشېټېډ پرېس سره په خپلې مرکې ويلي دي چې د متحدو ايالتو وړانديز شوې طرحه سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ولس لپاره يو ښه چانس دی او بايد ګټه ترې پورته شي. 

د طالبانو په شمول د انتقالي حکومت طرحه زلمي خليلزاد کابل کې ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو سياسي څېرو او همدا ډول دوحه کې طالب مشرانو ته سپارلې ده. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتونی بلنکېن هم په دوه جلا لېکونو کې چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته يې لېږلي دي، د يادې طرحې ذکر کړی دی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح څو ورځې وړاندې کابل کې په يوې ناستې کې له يادې طرحې سره مخالفت ښوودلی او رد کړې يې ده.