روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د کب په شلمه، چې د هېواد په تقویم کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځې سره سمون خوري، د «سولې او سمسورتیا نیالګي» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسماً پیل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېر شاه امیري وایي، چې په ټول هېواد کې سږکال ۳۷.۸ میلیونه نیالګي اېښودو ته چمتو شوي دي، چې په وینا یې د یادو نیالګیو له ډلې ۱۳.۵ میلیونه نیالګي یې د کرنې وزارت د اړوندو قوریو له لارې او پاتې نور یې دنورو بنسټونو او قوریه لرونکو له خوا چمتو شوي دي.
باید وویل شي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د پنځه لسمې مادې د تطبیق او رعایت په موخه او په هېواد کې د زرغونو سیمو د پراختیا، د نیالګیو کېنولو دترویج نویو لارو چارو دودولو او د چاپېریال په ښه کولو کې د ونو او ځنګلونو اهمیت ته په کتو د ځنګلونو کښت او د هوا د ککړتیا د کچې ټیټولو په پار په ۱۳۹۸یم کال کې د نیالګیو کېنولو په هکله نهه ماده ییز حکم صادر کړ او ددې حکم د لومړي مادې د حکم پر بنسټ، د کب ۲۰مه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده چې هر کال نمانځل کیږي.
وروستي