ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله مسکو کې طالبانو سره مخامخ ناستې ته بلنه شوي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د کب)، ټاکل شوې ده چې اته ورځې وروسته مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته تر سره شي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مالومات اړوند له دغې ناستې  يې موخه د افغان سولې بهير ګړندي کول دي. 

د مصالحې عالي شورا مني چې ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه ناستې ته بلنه شوی دی خو تر اوسه يې د ګدون او يا نه ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. 

د يادې شورا وياند فريدون خوځون په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، "دغه کنفرانس ته د افغانستان ځينې شخصیتونه دعوت شوي دي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم دعوت شوی دی، اوس پر بحثونو بوخت دی چې په کې به ګډون وکړي او که نه؟"

له دې وراېخوا ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ مياشتې په ۲۷مه نېټه د امريکا په وړانديز او د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترکيه هم د افغان سولې په اړه ناسته تر سره شي.