واټرشیډ څه دی او د کومو موخو لپاره جوړیږي؟  

ټولو ژوندي موجودات د خپلو حياتي پروسو د سرته رسولو لپاره اوبو ته اړتیا لري، چې ژوند يې په همدغې ګټورې طبیعي سرچینې پورې تړلی دی، اوبه د نورو زیاتو ګټورتیاوو ترڅنګ په کرنه او کرنیز تولید کې اساسي رول لوبوي، کرنیز تولیدات د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لومړني خام مواد دي، چې د پروسس د عملیو په پایله کې د ژوند اساسي ضرورتونه ورڅخه ترلاسه کيږي، اوبه په نباتاتو کې د غذا د جوړیدنې یو مهمترین عنصر ګڼل کیږي، نه موجودیت یې د غذا جوړیدنې پروسه او په تېره بیا ژوند په ټپه اودروي.

د موسمي اورښتونو په نتیجه کې ترلاسه شوې اوبه لومړی په سطحي ډول موجودې وي، چې د وخت په تېریدو سره بیا د ځمکې لاندې اوبو ته ځان رسوي، لومړنۍ ترلاسه شوې سطحي اوبه په نباتي پوښښ نه لرونکو سیمو کې د ډيرو زیاتو زیانونو درلودونکي وي، د زیانونو او تخریبونو  باوجود په دا ډول سیمو کې اوبه ډیرې ضایع کيږي، همدا لامل دی چې د کر لپاره د اړتیا وړ اوبو له نه موجودیت او وچکالۍ سره مخ کیږو، هغه هېوادونه چې ډيرې ځمکې یې لوڅې او په نباتاتو نه وي پوښل شوي، د پایښت لرونکې کرنې، بیارغونې، ټولنیزو، اقتصادي او د چاپیریالي موخو د ټینګښت او لاسته راوړنې په موخه د اوبو د مدیریت دغه چاره ( د واټرشیډونو جوړول) سرته رسوي.

واټرشیډ هغه تنظیموونکی هایدرولوجیکي واحد دی، چې په یوه جغرافیايي محوطه کې موجود وي او د نهرونو د یو انفرادي سیستم په وسیله تخلیله کیږي، د پولو په وسیله احاطه شوی وي او له بل ګاونډي واټرشیډ څخه يې بیلوي، د واټرشیډ د جوړونې یو ستر هدف دادی چې داسې یوې ساحې ته پراختیا ورکړو، چې د اوبو سرچینې په موثر ډول تر ګټې اخیستنې لاندې راشي او د شنې قوې تولید زیات کړو.

د اوبو د اداره کوونې په پالیسیو او ستراتیژیو کې د واټرشیډونو په جوړولو د پام وړ تمرکز کیږي، چې ستر لامل يې د طبیعت او ایکوسیستم خوندیتوب دی، د موسمي بارانونو د روانو سطحي اوبو د سرعت کمول، د خاورې د تخریب مخنیوی، په خاوره کې د روانو اوبو جذب، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړوالی، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د شدیدو سیلابونو کنترول، د اوبو موثر استعمال، په خاوره کې د رطوبت ساتنه، د زیان مومندونکو ایکوسیستمونو پراختیا، د ځمکې د ګټورو سرچینو ساتنه او پایښت، د انسانانو او  حیواناتو لپاره د غذايي او ضروري توکو تولید، د ایکو سیستم پایښت او تعادل ساتنه، د چاپیریالي خطرونو له منځه وړل، په نهرونو، کانالونو، رودونو او ذخیرو کې د ککړتیاوو راکمونه، د وچکالۍ مخنیوی، د محلي ټولنو د اقتصاد لوړوالی او کروندو ته د اوبو دوامداره ویش د واټرشیډونو د جوړولو سترې موخې ګڼلی شو.

ددې لپاره چې د اوبو د مدیریت، چاپیریال او د پایښت لرونکې کرنې په برخه کې مو دغه سترې موخې ترلاسه کړي وي، اړینه ده چې د هېواد په زیاتره سیمو کې د واټرشیډونو تر څنګ لوی او کوچني بندونه، سربندونه، چکډیمونه، د اوبو لویې او کوچنې ذخیرې، خاورینې ډنډې او نورې د اوبولګونې شبکې جوړې شي، کوم چې نوې کرنې ته زمینه برابروي، عصري کرنه بیا د تولید د کچې په زیاتوالي او د اقتصاد په لوړوالي کې رغنده رول لوبوي.