د ګناه په اړه مسلمان ته اړينې سپارښتنې (درېيمه برخه)  

۱- د ګناه په کولو پښيمانتيا ښکاره کول:
پښمانتيا په توبې ويستلو کې اساسي شرط او ستر رکن دى لدې امله رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:" النَّدَمُ تَوْبَةٌ". امام ألباني  "صحيح ابن ماجة" کې صحيح ګرځولي دي .
ژباړه: توبه پښيمانتيا ده.

ځينو علماٶ ويلي دي:" په توبه کې د پښيمانتيا شتون بسنه کوي، ځکه په ګناه د پښيمانتيا څرګندلو څخه لاﺯمېږي چې انسان له ګناه څخه لاس په سر شي او بېرته د نه ورستيدو عزم وکړي، ځکه دا داوړه اصول د پښيمانتيا لامله مينځته راځي. وګوره: "فتح الباري" (13/ 471) .

۲- د ګناه څخه ځان ساتل:
په توبه کې بل مهم شرط دادى چې انسان بايد سمدلاسه  ګناه پرېږدي، او ټول هغه وسايل له منځه يوسي چې ددغې ګناه د بقا لامل ګرځي.

۳- ګناه ته بېرته د نه ورستنيدو پياوړي عزم كول:
بايد ګناه د پرېښودو ترڅنګ بايد بنده پياوړي او کلک عزم وکړي چې بېرته به ګناه ته نه ورستنېږي او ګناه د ورستنيدو ټولې لارې چارې به پر پخپل  مخ تړي، تر څو په راتلونکي کې بېرته  ګناه د ورستنيدوخوندي پاتې شي.

۴- د نورو  حقوق ورسپارل:
د توبې يو له مهمو شرطونو څخه دا دي چې ﺯياتره علماء يې يادونه کوي، بايد هغه حقوق او شيان خپل څښتن ته وروسپارل شي چې د دغې ګناه  په وسيله مينځته راغلي، او په اړه له خلکو بښنه او اجاﺯه وغوښتل شي.

د بېلګې په توګه که يو څوک غلا وکړي نو توبې د ويستلو پر مهال پر ده لاﺯم دي چې غلا کړي شيان بېرته خپل خاوند ته وسپاري.

۵- توبه بايد يواﺯې الله جل جلاله د رضا لپاره وي:
لاﺯمه ده چې توبه ويستل  يواﺯې الله تعالى د رضا په خاطر وي نه د بل کوم غرض لپاره،  او نه دا چې انسان د ګناه او هغې ته بېرته د ورستنيدو توان ونه لري او يا د خلکو د خبرو او د هغوى په مينځ  کې خپلې مخورتيا او حيثيت د خرابيدو له وېري د ګناه نه لاس په سر شي.

دبېلګې په توګه انسان  د غلا پرېښودلو څخه توبه ويستونکى نشي ګڼلى کله چې د غلا لپاره څه پيدا نه کړي، همدا رنګه  د شرابو څخه توبه ويستونکي نه ګڼل کېږي کله چې يې  د رانېولو پيسي ونه لري يايې ډاکټر د هغې د څکلو له ﺯيانونو وويروي، او يا ورته پيدا نشي.

يا ګناهونو ددې په خاطر پرېږدي چې د هغه په صحت او قوت اغېز كوي لکه ﺯنا او داسې نور...

يا رشوت پدې خاطر نه اخلي چې وظيفه يې  له خطر سره مخ کېږي يا ښايي رشوت ورکوونکى د ادارې فساد له مسوولينو له جملې وي.
رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:" إنَّ اللَّهَ لا يقبلُ منَ العملِ إلَّا ما كانَ لَهُ خالصًا ، وابتغيَ بِهِ وجهُهُ". امام ألباني پ "صحيح النسائي" کې صحيح ګرځولي دي.
ژباړه: يقينا الله تعالى هغه عمل نه قبلوي چې د هغه لپاره خالص نوي او يا پکې دهغه رضا ونه لټول شي.
بلکې الله تعالى ته يواﺯې هغه اعمال د قبليدو وړ دي کوم چې د الله تعالى لپاره خالص وي او يواﺯې د هغه رضا پکې هدف وي.