د ګناه په اړه مسلمان ته اړينې سپارښتنې (دوېمه برخه) |

(۵) په ګناه باندې د هميشوالي څخه ځان ساتل:
په ګناهونو باندې هميشوالي او ټينګ پاتې کيدل انسان د هلاکت سبب ګرځي، کله چې هم مٶمن بنده د ګناه مرتکب شي هغه که کوچنۍ وې او که لويه بايد سمدلاسه ګناه پرېږدي په هغې باندې ټينګ او هميشه پاتې کيدلو څخه دې ځان وساتي، بلکې  د الله تعالى لور ته دې مخه کړي او د خپلې ګناه بښنه دې ترې وغواړي، 
الله تعالى فرمايي:((وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ)). د ال عمران سورت د ايت شمېره 135.
ژباړه: دوى هغه کسان دي چې کله ګناه او ناروا کار ترسره کړي او يا پخپلو ځانونو ظلم وکړي نو الله تعالى دې ياد کړي او د خپلو ګناهونو بښنه دې ترې وغواړي، او څوک دى هغه ﺫات چې ګناهونه بښي سيوا د الله تعالى نه، او دوي پخپلو ګناهونو هميشوالي نه کوي او دوي پوهېږي(چې په ګناهونو هميشوالي د مٶمن صفت ندى).

(۶) د خلکو له امله ګناه ته مخه کول:
بنده بايد له هغه ګناهونو ځان خوندي کړي چې ﺯياتره خلک په کې اخته وي، مونږ په ټولنه کې يو شمېر خلک وينو چې ځينې واجبات نه ترسره کوي او د ځينې محرماتو څخه هم ځان نه ساتي، شيطان پرې حاکم شي او دا کارونه ورته ښايسته او اسانه کړي بيا تردې حده ورسي چې خپل ضمير د ملامتيا څخه د ځان خلاصولو په موخه يې د مشروعيت لپاره دلايل لټوي او وايي: دا کار خو واجب نه دى او دغه خو حرام ندى لګيا وي د خلکو سره پرې بحث او مناقشې کوي، او دا ګمان کوي چې پدې سره له مسووليت څخه خلاص او له عذاب څخه ژغورل شوى دى.

خو دا ډېره لېري ده چې پدې کړنو الله تعالى د عذاب نه ځان خوندي کړي، ځکه الله تعالى په هغه ټولو کارونو عالم دى چې انسانان يې پخپلو سينو کې پټوي.
هڅه وکړئ چې د شيطان له ملګرتيا او د هغه په ځال کې د راګيريدو څخه ځانونه وژغورئ.

(۷) د دنيا په له منځه تلوونکو نعمتونو باندې دوکه کېدل:
د دنيا نعمتونه له منځه تلوونکي دي او د هېڅ چا لپاره بقا او دوام نه لري، بايد مسلمان پرې هېڅکله دوکه نشي.

خو ځينې خلک سره د هغو بې شمېره نعمتونو چې الله جل جلاله ورته ورکړي وي  بيا هم د تل لپاره په ګناهونو کې ډوب وي او کړنې ته يې دوام ورکوي، بايد وپوهېږئ چې دا پر دې دليل ندى چې دوى د دغې ګناه له عذاب څخه يې څښتن خوندي دى، بلكې د الله تعالى له لورې دوى ته مهلت دي.
لکه څرنګه چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:" إِذَا رَأَيْتَ اللَّهَ يُعْطِي الْعَبْدَ مِنْ الدُّنْيَا عَلَى مَعَاصِيهِ مَا يُحِبُّ، فَإِنَّمَا هُوَ اسْتِدْرَاجٌ". امام احمد او نورو روايت كړي، امام ألباني په صحيح الجامع کې صيحيح ګرځولي دي، د حديث شمېره ده (561).
ژباړه: کله چې تاسې الله تعالى وينئ چې بنده ته سره هغه د ګناهونو هغومره دنيا ورکوي چې هغه يې خوښه ګڼي، نو دا دالله تعالى له لورې ده ته مهلت دى.

ځکه دا د هغه قوانينو او طريقو څخه دي چې الله تعالى وضع کړي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:"...وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُعْطِي الدُّنْيَا مَنْ يُحِبُّ وَمَنْ لا يُحِبُّ وَلا يُعْطِي الدِّينَ إِلا لِمَنْ أَحَبَّ فَمَنْ أَعْطَاهُ اللَّهُ الدِّينَ فَقَدْ أَحَبَّهُ ... ) اما أحمد روايت کړي دحديث شمېره (3490) امام ألباني په السلسلة الصحيحة کې صحيح ګرځولي دي( 2714) . 
ژباړه: يقينا الله جل جلاله دنيا هر چاته ورکوي مينه ورسره لري او کنه نه خو دين يواﺯې هغه چاته ورکوي چې محبت ورسره لري.

(۸) الله تعالى د رحمت له نا اميدى څخه ځان ساتل:
انسان که هر څومره ګناهګار وي بايد دالله تعالى له رحمت څخه هېڅکله نا اميده نشي، الله تعالى په قران کريم کې فرمايي: ((وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ)). دالحجر سورت د ايت شمېره 56. 
ژباړه: څوک چې د خپل رب له رحمت څخه مايوسه کېږي دوى ګمره او بې لارې دي.

بل ځاى فرمايي: ((قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ)). د الزمر سورت د ايت شمېره 56.
ژباړه: ورته ووايه اى پېغمبره! هغه کسانو چې پخپلو ځانونو باندې ظلم او ﺯياتى کړي دي(په سبب د ګناهونو) الله تعالى د  رحمت څخه مه مايوسه کېږئ، يقينا الله تعالى ټول ګناهونه بښي او يقينا هغه بښونکى او مهربانه ﺫات دى.

بيا الله تعالى توبې د وروستوالي څخه خپل بندګان ويرولي دي: ((وَأَنِيبُوا إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ)).د الزمر سورت د ايت شمېره 54.
ژباړه:  د خپل رب لورې ته وروګرځئ( په توبې ويستلو سره) او هغه د حکمونو تابع شئ مخکې لدې چې تاسو ته عذاب راشې او بيا ستاسې مرسته نشي کيداى.