د رمضان وروستۍ لسيزه او خپل اهل عبادت ته راويښول

پدې وروستۍ لسيزه كې د خپلۍ ميرمن او د کورنۍ غړې لمانځه او عبادت ته راويښول د سترو عملونه څخه دي.

 پدې لسيزه کې به نبي عليه الصلاة والسلام خپل اهل د لمانځه لپاره روايښولو لکه څرنګه چې په صحيحينو کې د عائشې رضي الله عنها نه روايت دي.

د نبي - صلَّى الله عليه وسلَّم - نه ثابت دى چې هغه به فاطمې اوعلي رضى الله عنهما ته د شپې درواﺯه ټکوله او ورته ويل به يې : ((ألاَ تقومان فُتصليان))متفق عليه
ژباړه: ايا تاسو پاڅيږى نه چې لمونځ وکړئ؟

دا د نبي عليه الصلاة السلام ، حرص او مهربانې وه ترڅو اهل او د کورنۍ غړې يې هم د دې مبارکى مياشتې د دغې  سترو شپو له فضيلت څخه برخمن شي، نه دا چې يواﺯې د خپل نفس په عمل بسنه وکړي او خپل فاميل په خوب ويده پرېږدي.
 
سلفو صالحينو به هم د دې مبارکې لسيزې په روڼولو کې د خپلو ځانونو په عمل بسنه نه کوله، بلکې د رسول الله - صلَّى الله عليْه وسلَّم -  حالت او تګلاره يې پخپل ژوند کې عملا پلي کړى وه، هغه د پيروى په خاطر به يې خپلې ميرمنې او اولادونه د عبادت لپاره  راويښول.

 ابن رجب رحمه الله وايي: "ولم يكن النبي - صلَّى الله عليْه وسلم - إذا بقي من رمضان عشَرة أيَّام، يدَع أحدًا من أهلِه يُطيق القيام إلاَّ أقامه".

ژباړه: کله چې به د رمضان وروستۍ لس ورځې پاتى شوى نو نبي - صلى الله عليْه وسلم - به د خپلې کورنۍ هيڅ داسې څوک نه پريښودلو چې د ودريدلو توان به يې لرلو مګر هغه به يې پاڅولو.
 
سفيان الثَّوري رحمه الله وايې: "کله چې د رمضان وروستۍ لسيزه داخل شي نو ﺯه خوښه ګڼم چې(يو څوک) د تهجد لمونځ وکړي، په هغې  کې کوشش وکړي، خپل اهل او اولادونو ورته راپاڅوى که توان يې لري."

بلکې دا د عمر بن الخطَّاب رضى الله عنه په ټولو ورځو کې  عادت و، د شپې چې به څومره الله تعالى ته منظور وه لمونځ به يې وکړ، کله چې به شپه نيمې ته ورسيده نو خپل اهل به يې لمونځ ته راويښ کړ ورته ويل به يې: لمونځ وکړئ، لمونځ وکړئ او لاندې ايت به يې ورته ولوست ﴿ وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ﴾ [طه: 132].

إبراهيم بن وكيع وايي: " پلار به مې لمونځ کولو، په کور کې به هيڅ څوک بې د لمانځه نه پاتى کيدلو حتى ﺯمونږ وينځه هم".

طلحة بن مصرف به خپلو بيبيانو، خادمانو او لورګانو ته  دتهجدو کولو امر وکړ ويل به يې: په شپه کې لمونځ وکړئ که څه هم دوه رکعته وىي ځکه د شپې لمونځ ګناهونه ختموي او دا د نيکانو غوره عمل دي".

إبراهيم بن شماس وايى: " ما أحمد بن حنْبل پېژندلو چې ځوان و خو شپه به يې روڼوله ".
بلکې د دغې سترې پيړۍ ښځو ته کې نظر وکړي، دوى به خپل ميړونه د شپې لمانځه ته راويښول، د أبي محمَّد حبيب الفارِسي ښځې به خپل ميړه د شپې روايښ کړ ورته وبه يې ويل:" شپه تېره شوه او ﺯمونږ په وړاندې مزل اوږد دي، توښه مو کمه ده، د نيکانو قافلې له مونږ وړاندې راونې دى او مونږ وروسته پاتې يو".

 مسلمان بايد د نبي - صلَّى الله عليه وسلَّم - دا وينا په ياد ولري، فرمايي:"رحِم الله رجلاً قام مِن الليل، فصلَّى وأيقَظ امرأته، فإنْ أبَتْ نضحَ في وجهها الماء، رحِم الله امرأةً قامتْ من الليل، فصلَّتْ وأيقظتْ زوجها، فإنْ أبَى نضحت في وجهِه الماء". رواه أبو داود بإسناد صحيح

ژباړه: په هغه سړى دې د الله تعالى رحمت وي چې د شپې پاڅي، لمونځ وکړي او خپله ښځه راويښه کړي، کچېرته انکار وکړي نو اوبه دې په مخ وروشيندي، په هغه ښځه دې هم د الله رحمت وي چې د شپې پاڅې، لمونځ وکړې او خپل خاوند راوپښ کړې، کچېرته انکار وکړي نو اوبه دې په مخ وروشيندى.

 همدا شان  رسول اللهِ - صلَّى الله عليه وسلَّم - فرمايلي دي: ((إذا أيقظَ الرجلُ أهلَه من الليل فصلَّيَا - أو صلَّى رَكْعتَيْنِ جَميعًا، كُتِبَا في الذَّاكِرِين والذَّاكِرات))؛ (رواه أبو داود بإسناد صحيح).

ژباړه: کله چې سړى د شپې خپل اهل روايښ کړي او لمونځ وکړى او يا ټول دوه رکعته لمونځ وکړي، دوى به د ﺫکر کوونکو نارينه او ﺯنانو په ډله کې کې وليکل شي.

سلفو به د لمانځه ترڅنګ د قران کريم لوستلو ته خاصه پاملرنه کوله ﺫهبي د أسود بن ﺯيد نه نقل کړى: هغه به په رمضان کې په هرو دو شپو کې د قران کريم ختمولو، د ماښام او ماخوستن تر منځ به ويده کيدو، او د رمضان نه غير به يې په شپږو شپو کې قران ختمولو.

 قتادة - رحِمه الله - به هرو اوه شپو کې قران ختمولو، کله چې به رمضان داخل شو نو په هرو دريو شپو کې به يې ختم کولو، کله چې به وروستۍ لس شپې شروع شوي نو هره شپه به يې ختم کولو.

ايا په مونږ کې چا خپل فاميل د شپې لمانځه ته راپاڅولاى؟ بلکې چې د خپل فاميل سره د لمانځه حساب کړاى؟ مخکې لدې چې ميرمن او کورنۍ د شپې لمانځه ته راپاڅوي چې ورسره د فرضي لمانځه حساب کړاى؟

ايا مونږ د خپل فاميل په وړاندې سم مسووليت اداء کړاى.
د پورته پوښتنو په وړاندې د ډېرو ځواب نه وي، بايد د خپل فاميل په اړه فکر وکړو چې رب يې مسووليت او مشري مونږ ته راپه غاړه کړي، هغه نيکو کارونو ته يې وهڅو چې په دنيا او اخرت کې دوى د فلاح او سعادت سبب ګرځي، دا ستره او برکتې لسيزه دوى د روﺯنې او د شپې لخوا د عبادت سره د اموخت ستر فرصت وګڼو، او عملا يې له ځان سره د دې سترو شپو له فضيلت نه برخمن کړو.