د پکتيکا ولايت میرمنې وايي، چې په دې ولايت کې د ميرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، پکتيکا کې دې دښځو چارو رئیسه خوشبو ميدان وال وايې چې په دې ولايت کې د ميرمنو په وړاندي د تريخوالی کچه راټيټه شوي چې لامل يې د خلکو عامه پوهاوي زيات والی بولي.

نوموړي وايې، چې اوس په دې ولايت  په بدو کې د ميرمنو د ورکړي مخه نیول شوي.
په همې مهال پکتیکا د حج اوقافو رئیس وايې چې اسلام مبارک دين ميرمنو ته ټول حقونه ورکړي دې.
هغه زیاتوي چې په بدو کې د نجونو ورکړه، زيات ولور اخيستل په اسلام کې ناروا دي.

څارنواله پتانا عمريار وايې، چې ميرمنې د کور د کارونو او خدمتونو لپاره نه دې پيدا شوي بلکي هغوی د زده کړو، مشورو، تصميم نيونې او نوره برخوکې ځانګړي حقونه لري چې ورکړه يې د خلکو او حکومت دنده ده.

دپکتيکا والي مجیب الرحمن څمکنی هم وايي، چې د ميرمنو په وړاندي ډيری ستونزي له منځه تللي او ځيني نوري د له منځه تلو په حال کې دي د نوموړي په خبره چې ولايتي اداره هڅه کوي څو د ميرمنو په وړاندي پراته خنډونه له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده چی د مارچ اتمه دښځو نړيواله ورځ ده چې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې نمانځل کيږي او د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ نن په پکتیکا کې هم ونمانځل شوه.