يو څو لنډ نړيوال  خبرونه:

په امريکا کې يو تن زده کوونکي دوه تنه خپل ټولګيوال په ګولۍ ويشتلي. دغه کسان سخت ټپي شوي دي .
د چين جمهور رييس هوجين تاو واشنګټن ته رسيدلی دی. د نوموړي د سفر اصلي موخه به دغه هېواد کې له چارواکو سره د اقتصادي چارو په هکله خبرې اترې وي.نوموړی به په خپل څلور ورځيني سفر کې د له اوباما سره هم وګوري.
د عربستان پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د اوباما کورنۍ ته د 300 زرو ډالرو په ارزښت ګاڼه او سره زر ډالۍ کړي دي.
د روسيې جمهور رييس ديميتري مېدوېدوف د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره په يوه خبري ناسته کې ، د يوه خپلواکه داسې فلسطيني دولت پر جوړيدو ټينګار وکړ، چې مرکز به يې بيت المقدس وي.