کرزی له مارشال قسيم فهيم سره د خپلې يوې شخړې خاطره وايي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، نن کابل کې د لويې جرګې په خيمه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې تلين غونډه نېول شوې، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ګڼ شمېر سياسي څېرو په کې برخه اخېستې ده. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ده او مارشال محمد فسيم فهيم ترمنځ د کاري دورې په يوې خاطرې کې ويلي دي چې يوه ورځ د ده (حامدکرزي) او محمد قسيم فهيم ترمنځ د کابينې په ناسته کې پر يوې مسالې د اختلاف نظر رامنځ ته شو. کرزي ويلي دي چې له ناستې وروسته پر سبا يې محمد قسيم فهيم زما د دفتر پر وړاندې انتظار او ويې ويل چې په دې پار راغلی يم چې پرون ته زما خپه شوې او نن زه ستا راضي کولو ته راغلی يم. 

حامد کرزي په يوې بلې خاطرې کې ويلي دي چې يوه ورځ مې مارشال محمد قسيم فهيم ته زنګ وکړ چې بهرنيان راغلي دي او ناسته ور سره کوو، خو قسيم فهيم دا بلنه رد کړه او ويې ويل چې دغه هغه بهرنی دی چې زمونږ له خوښې پرته يې خپلې پرېکړې او چارې کولو، نو زه له دغه ډول کسانو سره نه ګورم. 

حامد کرزي په نننۍ ناسته کې د محمد قسيم په اړه ويلي دي چې هغې پر يو ځانګړي قوم، سیمې او ګوند پوري ځان نه تړلو؛ هغه د مارشال رتبې په اخېستلو سر ويل چې زه د افغانستان د هرې برخې او هر ګوټ کس يم.