د ايران سفير له ولسمشر کرزي سره ليدنه درلوده

 په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي ،نن ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل . دا ليدنه په داسې مهال تر سره کيږي، چې په افغانستان کې په تيرو څو ورځو کې د دغه هېواد پر ضد پراخ ﻻريونونه تر سره کيږي.
مالکي حامد کرزي ته په دې ناستې کې ويلي، چې افغانستان حکومت دې دوی ته د خپلې اړتيا کچه ،د تيلو په برخه کې په ډاګه کړي او دوی به په هماغه اندازه د تيلو ټانکرونو ته د تګ اجازه ورکوي.
حامد کزري د تل په شان دغه هېواد ورور او ښه ګاونډی وبللو او د ايران پر کړنو يې د نيوکې جرئت ونکړ او کيدی شي يو ﻻمل به يې هغه د پيسو کڅوړې وي، چې دوی ته د ايران حکومت لخوا نيغ په نيغه ورکول کيږي.
ايران په دې وروستيو کې د نړيوالو قوانينو پر خلاف افغانستان ته د تيلو ټانکرونه پر ترانزيتي تګ باندې بنديزونو لګولي او وايي ، چې دغه سون مواد ناټو ځواکونو ته رسيږي او په عام خلک په دې ژمي موسم کې  له کړاونو سره مخ کړي.
ايران هم غواړي د پاکستان په څېر خپل زور د ښاغلي کرزي کاوکه حکومت ته وښيي . کارپوهان په دې اند دي ، چې که ايران په افغانستان فشار رواړي افغانستان هم کولی شي د دوی پر وارداتي توکو بنديز ولګوي.