کابو يو کال وړاندې چې پر نړۍ له چينه د کرونا ويروس په نوم وبا خپره شوه، نړيوال يې د مخنېوي لپاره لاس پر کار شول. له ګرځبنديز، ماسکونو او ويروس ضد مايعاتو ورېخوا د نړۍ په يو شمېر پرمختللو هېوادونو کې د دغه ويروس د مخنېوي واکسين او درملو جوړولو هڅې هم پيل شوې. نن، له ښه مرغه د بېلا بېلو کمپنيو او روغتيايي شرکتونو له خوا د کرونا ويروس ضد واکسينونه بازار کې پيدا کيږي. دغه لېکنه کې د روسي (سپوتنیک وي Sputnik V) او امريکایي (فایزر - Pfizer) دوه واکسينونه درته پرتله کوو. پر اغېز، بيې او پايلې يې دلته پوه شئ.
۱- فایزر - Pfizer واکسين: په اصل کې فایزر - Pfizer يو امريکايی د درملو شرکت دی. دغه کمپني له نن نېږدې ۱۷۲ کاله وړاندې په امريکا کې جوړه شوې ده. ۲۰۲۰ کال مې مياشت کې دغه کمپنۍ د کرونا ويروس ضد واکسين څلورو ډولونو ازميښتي لړۍ پيل کړه. دغه شرکت د ۲۰۲۰ په وروستيو او د ۲۰۲۱ په لومړيو کې د کرونا ضد واکسين څلور ازميښتي پړاونه امريکا کې پر دواطلب خلکو تر سره او پايله يې غوره وه.
د فایزر - Pfizer واکسين څو مهمې ځانګړنې:
۱- د دغه واکسين ډول mRNA دی؛
۲- دغه واکسين دوه ځلې يا دوه ډوزه وهل کيږي. له لومړي ځل واکسين کېدو وروسته دويم ډوز ۲۱ ورځې وروسته تطبيق کيږي؛
۳- د فایزر - Pfizer واکسين د يو ډوز بيه ۱۹ امريکايي ډالر ټاکل شوې ده؛
۴- د دغه واکسين اغېز له ۹۵ بيا تر سل سلنه پوري ده؛ تر ډېره د کرونا ويروس له امله د مړينې او ناروغانو د وضعيت د وخيم کېدو مخه يې نېولې ده؛
۵- په نړۍ کې د نورو او په ځانګړي ډول د سويلي افريقا، سويلي امريکا او انګلستان کې د جوړ شوي واکسينونو په پرتله د دغه واکسين اغېز ډېر دی.
۲- سپوتنیک وي - Sputnik V يوه روسيۍ د درملو او په ځانګړي ډول د کرونا واکسين کمپني ده، چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته جوړه شوې ده. دغه شرکت هم په ۲۰۲۰ز کال کې د کرونا ويروس ضد واکسین وړاندې کړ. سپوتنیک وي - Sputnik V واکسين هم د فايزر واکسين په ډول څلور پړاونه وهلي دي او څلورم پړاو يې د روان کال تېرې فېبرورۍ مياشتې په دويمه نېټه پيل شو. دغه واکسين د لاندې ځانګړنو لرونکی دی.
سپوتنیک وي - Sputnik V واکسين څو مهمې ځانګړنې:
۱- د دغه واکسين ډول يا Type د Adenovirus-based په نوم دی؛
۲- د فايزر واکسين په ډول دغه واکسين هم دوه ډوزه لري چې دويم ډوز يې ۲۱ ورځې وروسته تطبيقيږي؛
۳- دغه روسی واکسين له امريکايي فايزر واکسين ارزانه دی. د فايزر بيه پر يو ډوز ۱۹ او د سپوتنیک وي - Sputnik V بيه پر يو ډوز ۱۰ امريکايي ډالر ده.
۴- د فايزر په پرتله د روسيې سپوتنیک وي واکسين اغېز کم دی. دغه واکسين ۹۱،۴ سلنه اغېز لري او پر همدې سلنې د کرونا ويروس مخنېوی کوي.
اوس مهال د نړۍ هغه هېوادونه چې په خپله د کرونا ضد واکسين د توليد او جوړولو وړتيا نه لري له دغه دوه ډوله امريکايي او روسيي واکسينونو ګټه اخلي او ځيني يې بيا د تر لاسه کولو په انتظار کې دي.
وروستي