پولې ته څېرمه سخته زلزله شوې

پولې ته څېرمه سخته زلزله وشوه، چې ټکانونه يې د هندوستان په ځينو سيمو او د عربو خليج کې هم احساس شوي دي. دغه زلزلې خلک سخت ويرولي او له کورنو وتلو ته اړ شوي.
دغه زلزله نن شپې مهال يوه بجه او درويشت دقيقې شوې او ځواک يې د ريشتر په کچه 2.7 ښودل شوی ، مرکز يې د دلبندين  ښار سره  ښودل شوی دی. تر اوسه د دې پېښې له امله د رسيدلو زيانونو په هکله رپوټونه نه دي ورکړل شوي.