د حکمتيار نننی لاريون په قومي يا (پښتونېزم) ليدلوري کې

غوره خو دا وه چې د اسلامي لارښوونو اړوند د افغانستان ټول سياسي مشران، چې له هر قوم او سيمې وي په يووالي د هېواد په ابادۍ کې سره يو موټی وای. که چېرې د خلقي او مجاهد کلمو ته پای اېښودل شوی وای، که چېرې د افغان ولس ستره برخه چې طالب دی په جګړه کې نه وای، که چېرې د افغانانو ترمنځ د پښتون، ازبک، هزاره او تاجک په نومونو کرښې نه وای او که چېرې په نورو نومونو يو افغان ولس سره وېشل شوی نه وای، نو نن به دا ولس په داسې يو وير ککړ نه وای، څه ډول چې ترې کړيږي. 

هغه مهال چې ګلبدين حکمتيار له حکومت سره سوله وکړه نو تود هرکلی يې وشو او په ځانګړي ډول پښتنو ورته ستره مينه ورکړه. د حکمتيار  په راتګ سره هغه پښتون چې پخوا خلقي وو، پرچمي وو، مجاهد وو، ځوان، بې زده کړو او زده کړې لرونکی وو؛ حکومت سره د ګلبدين حکميتار يوځای کېدل يې د پښتون قوم د غښتلتيا او يو کېدو پيل بللو. تر يو وخته حکمتيار او ولسمشر غني  سره ښه ملګرتيا وکړه، خو له بدمرغه چې په وروستيو کې دوی په خپله او يا هم د نورو د دسېسو په پايله کې دا يارۍ سره ونه ساتله. که چېرې ولسمشر غني او ګلبدين حکمتيار خپله ملګرتيا تر ننه سره ساتلې وای، نو نن به نه عطا محمد نور او احمد ضيا مسعود ولسمشر ته د ګواښونو جرئت کولی شوای او نه به هم عبدالرشيد دوستم د ګلبدين حکمتيار سپکاوی!

پښتنو کې ځيني کارونه په سرچيه ډول کيږي. که چېرې محقق، عطا محمد نور، عبدالرشيد دوستم، ډاکټر عبدالله او نورو له يو چا سره مخالفت يا ملګرتيا کوي نو په دې زور يې کوي، چې لږ تر لږه خپل قوم يې تر شا دريږي. خو پښتون داسې قوم دی چې نه دي جمهوريت او ديموکراسۍ غوښتونکي ولسمشر غني ملاتړ کوي، نه دي اسلام پاله او شريعت پلي کوونکي طالب ملاتړ کوي، نه دې يو - دريځه حکمتيار ملاتړ کوي. لنډه دا چې پښتون د طالب په ملاتړ کې هم سره وېشل شوی، له غني هم ځيني لار نيسي او حکمتيار ته هم ځيني خپل پښتانه سپکې سورې وايي. 

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ننني لاريون ته ځيني په دې خوښ دي چې شمېر  يې په هغه اندازه چې اټکل شوی وو، نه وو او دا په دې مانا چې حکمتيار نور اغېز او نفوذ نه لري. حکمتيار يو پښتون مشر دی، پر ده کم راټولېدل دا په ګوته کوي چې پښتون قوم سره ټول او يو نه دی. که چېرې حکمتيار په دې ليدلوري کې وکتل شي چې د حکومت او نظام مخالف دی نو ځکه يې تله سپکه شوې ده، نو بيا که چېرې له حکومت او نظامه د ملاتړ لاريون هم وای بيا به هم هغه شمېر ته نه وای رسېدلی کوم چې تاجکان يې د سنبلې پر اتسلمه کوي، کوم لاريونونه چې ازبکانو د قيصاري او دوستم په ملاتړ وکړل او کوم لاريونونه چې هزاره ګان د علي پور په ملاتړکوي. که له حکمتيار  او ولسمشر غني په کې تېر شو، نو که چېرې دا غږ وشي چې د طالبانو لپاره د يو شرعي نظام د جوړېدو لاريون دی، بيا هم پښتون په کې داسې پيکه برخه اخلي لکه نن د حکمتيار لاريون او په ولسمشريزو ټاکنو کې له محمد اشرف غني ملاتړ. 

لنډه دا چې پښتون لا هم په هغه ډول نه دی وېښ شوی، په کوم ډول چې د افغانستان نور قومونه وېښ او د خپل حق غوښتنه کوي. نن ډاکتر عبدالله عبدالله او احمد ضيا مسعود چې له يوې خوا د جهاد ا مقاومت په نوم کرېډټ اخلي، له بلې خوا د يو پرچمي، جنرال نبي عظيمي پر مرګ هم ځکه ژاړي چې هغه تاجک وو. ازبک، هزاره او تاجک؛ د خلقي، مجاهد او پرچمي په نومونو پولې له منځه وړي او نن ورته قومي تړنه تر ټولو لوړه او غوره ده. خو پښتون نن هم په خپل منځ کې د طالب، ديموکرات، خلقي، مجاهد، پرچمي او اخواني په نومونو ټوټې - ټوټې قوم دی. که پرون حکمتيار د ډاکټر نجيب الله تلين غونډې ته اجازه ورنه کړه او دا يې وښوودل چې نجيب او پلويان يې کم کمزوري دي، نن يې بيا خپل دا تصوير وړاندې کړ، چې دومره نه دی څومره چې دی واي. که نن ولسمشر غني د حکمتيار  د لاريون پر وړاندې خنډونه جوړ کړل، نو سبا به هغه څوګ تر څنګ ونه ګوري چې نن يې دی تصور کوي.