له خوست وﻻيت څخه يو څو خبرونه :

 په خوست ولايت كې امنيتي پوليسو له موټرتښتوونكو درې تښتول شوي موټرنيولي او په توريې هم دوه كسان نيولي دي.    بل پلو د خوست په تڼيوولسوالۍ كې د شراب جوړولو فابريكه او يوه اندازه چرس هم د پوليس لاس ته ورغلي دي.  دا پداسې حال كې ده چې د خوست په لګڼوكې بيا د شپې پرمهال د كمپاين په جاموكې وسله والوغلو پريوه كور چپه اچولې او د كور ډيرى قيمتي توكي او پيسې يې ترې وړي دي.
د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې پوليسويې د خوست ښارشمال ته د تڼيود سيګۍ په سيمه كې هغه مهال پريوه كور عمليات وكړل چې له ښارنه يې موټر ور وتښتولو، د ده په خبره چې په همدې مهال يې په دغه كوركې دوه نور موټرچې له دې وړاندې يې تښتولي وو، هم وموندل، اوس يې دغه درې موټرامنيې قوماندانۍ ته راوستلي او په تور يې هم دوه كسان نيولي دي.
 قوماندان زياتوي چې په تڼيو ولسوالۍ كې يې د شراب جوړولويوه فابريكه او د چرسو يوشمېرپوړۍ هم نيولي خو له دې سره يې د تړاو په تور بيا څوك نه دي نيولي.
بل پلود خوست ښارختيځ ته لكڼوبوړيو په سيمه كې بيا وسله والوكسانوچې د كمپاين په شان نظامي لباسونه يې اغوستي وو، پريوه كور د شپې پرمهال په دې نوم چپه اچولې چو دوى ځواكونه دي او تلاشي كوي، د كلي خلك وايي چې د كورټول غړي يې په يوه كوټه كې بندي كړي او وسله والو په كوركې ولاړ موټر، سره زر، پيسې، نورقيمتي توكي او ان تر دې چې بوټونه او چپل يې هم ترې وړي دي.
د خوست امنيې قوماندان وايي چې دوى ته پدې اړه چا خبرنه دى وركړى، او ده له خلكو وغوښتل چې پداسې حالاتوكې پوليسوته خبروركړي.