خوست  : د (( ملي  احساس )) په نامه خپلواکې ورځپاڼې په کار پيل وکړ

 په خوست كې ګڼ شمېرلوستي كسانو او په ځانګړي ډول زده كوونكو د كتابونو او جريدومطالعې ته مخه كړې ده، دا څرګندونې د خوست يوشمېرروڼ اندوپه هغه غونډه كې وكړې چې دوه ورځې مخکې په دغه ولايت كې د (( ملي  احساس )) په نوم د ورځپاڼې د پيلدو په وياړ جوړه شوې وه، كه څه هم په خوست كې يوشمېر مجلې او جريدې له وړاندې چاپيږي خو دا لومړى ځل دى چې يوه خپلواكه ورځپاڼه پكې په كار پيل كوي.   كه څه هم په خوست كې د طالبانو د واكمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره د خوست په نوم دولتي مجله پيل شوې وه، خو له هغه وروسته په خوست كې ګڼوچاپي رسنيوپه كارپيل وكړ، ډيرى ځوانانو او ګڼو لوستوكسانود مطالعې او كتاب لورته مخه كړه، ان تردې چې په خوست كې د بېلابېلو ازادو او دولتي  چاپي رسنيو شمېرله دېرشو هم ډېروته ورسيدو، خو د ډېرويې د چاپ دروان كم عمره و، ځكه زياترويې پروژوي بڼه لرله، اوس د لومړي ځل لپاره په خوست كې د سپوږمۍ كلتوري ټولنې لخوا د ملي احساس په نوم د يوې خپلواكې ورځپاڼې په چاپ  پيل وشو، د دې ورځپاڼې مسوول مدير نجيب الله الوخېل وايي چې دا مهال يې د ورځپاڼې تيراژ دوه زره دى او ورځ تربلې يې مينه وال او ګډونوال ډيريږي، دى زياتوي چې د ورځپاڼې د چاپ عمربه يې ځكه ډېر وي چې د سوداګرومالي ملاتړ يې تر لاسه كړى دى او هدف يې هم د خلكو د ملي احساس راژوندي كول دي.
په خوست كې د ميډياهاوس مشر فاروق منګل وايي چې دا مهال د خوست ښار په څو بېلابېلوځايونوكې يوځايي څلور ياپېنځه كتاب پلورنځي جوړي شوې او له دې هم معلوميږي چې دلته د كتاب او مطالعې مينه وال زيات شوي دي.
د ملي احساس ورځپاڼې چلونكي وايي چې د چاپ په برخه كې ډېرې ستونزې لري، ځكه په خوست كې دولتي مطبعه چې د طالبانوپه وخت كې خوست ته راوړل شوې له تېرو درووكالو راپدې خوا شنډه او چارې يې په ټپه ولاړې دي، او شخصي چاپخانې هم دومره وړتيانه لري چې هره ورځ ورځپاڼه چاپ كړي.