
روهي ( پنځه نۍ / ۱۴ د کب )، د جمیعت اسلامي اجرایي شورا ریس عطامحمد نور د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره لیدلی.
عطا محمد نور په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي "په دغه لیدنه کې د روان سیاسي وضیعت، سولې پروسې ، خاصتآ د شمال امنیتي وضیعت او د هیواد په مختلفو مسایلو یې ورسره خبرې کړي.
د سیاسي څیرو دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي، چې تازه د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل درې ورځني سفر په درشل کې ویلي، چې افغان دولت او طالبان باید یوه سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته ورسېږي.