زوبيده جلال: پاکستان تیار دی چې د قطر پوځيانو ته روزنه ورکړي

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د پاکستان د دفاع د توليد وزيرې زوبيده جلال اسلام اباد کې د قطر سفير ته وړانديز کړی چې پاکستان لېوالتيا لري چې د قطر د وسله وال پوځ سرتيري د پاکستان په پوځي پوهنتونونو کې وروزي. 
 
نوموړې په دې لېدنه کې د قطر سفير ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به په پوځي برخه کې له خپلو ټولو شته اسانتياوو په ګټې د قطر هېواد د پوځیان د روزنې او ټرېنېنګ پروګرام پيل کړي. 
 
نوموړې له اقتصادي او سياسي اړيکو وراېخوا، د پاکستان او قطر ترمنځ د پوځي اړيکو د پراخه کېدو ويلي.
 
پاکستان له سعودي عربستان او قطر دواړو سره نېږدې اړيکې پالي په داسې حال کې چې د قطر او سعودي عربستان اړيکې سره کړکېچنې دي.