ننگرهار کې ۴۱۰ شنې خونې او ۲۳۰ کورنۍ باغچې جوړ شوي دي

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې یې د یوې پروژې له لارې ۴۱۰ شنې خونې او ۲۳۰ کورنۍ باغچې جوړې کړي.

د یاد ریاست په وینا، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې لا لارې یې په تېرو درو کلونو کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې ۴۱۰ شنې خونې او ۲۳۰ کورني باغچې جوړې کړي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې په یادو پروژو کې د ۱۸۰ لویو شنو خونو، ۲۳۰ وړو شنو خونو او ۲۳۰ کورنیو باغچو جوړول شامل دي، چې له ۲۰۱۸ ام کال څخه را په دېخوا د ننګرهال ولایت د خوګیاڼو، چپرهار، رودات، کوټ، اچین او شېرزادو ولسوالیو کې جوړې شوي دي او ۶۴۰ کورنۍ ترې په مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.