سرچينې: خليلزاد له طالبانو سره د يو ګډ حکومت طرحه راوړې

روهي (څلورنۍ/۱۳ د کب)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د جوبايډن  په حکومت کې افغانستان ته خپل لومړي سفر کوي. نوموړي په دې سفر کې کابل کې له ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامدکرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، ګلبدين حکمتيار او يو شمېر نورو سياسي څېرو سره کتلي دي. 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس زلمي خليلزاد دا ځلې د طالبانو په شمول د يو ګد حکومت طرحه راوړې ده چې يوه خوا به يې د افغانستان اسلامي جمهوريت او بلې خوا به يې د طالبانو اسلامي امارت وي. 

ويل کيږي چې له پورته يادو مشرانو سره هم زلمي خليلزاد پر همدې موضوع لېدنه - کتنې کړې دي. حامدکرزي ته نېږدې کس شهزاده مسعود ويلي دي چې د ۲۰۰۱ کال د بُن کنفرانس په ډول به يو بل نړيوال کنفرانس د يو ګد حکومت لپاره جوړ شي. 

تر اوسه له سياسيونو او افغان مشرانو د زلمي خليلزاد د لېدنو په اړه ويل کيږي چې پر سولې يې خبرې کړې او د راوړې طرحې جزئيات نه دي شريک شوي.