د افغانستان چاپیریال د ټولو افغانانو له پاره یو ستر نعمت دی  

د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې د انسانانو د مړینې لامل ګرځي.

که چیرې انسانان خپل چاپیریال په خپله ونه ساتي، نو د ځمکې درسته او ګتوره آبادي چې د انسانانو دنده ده په ښه توګه نه ترسره کیږی، هوا او اوبو ته هم زیان رسیږی او په ځمکه کې فساد خوریږی او سالم چاپیریال کې شته نعمتونه د انسانانو د ناشکري او ناقدري په وجه ترې اخیستل کیږي.

په افغاني چاپيریال کې ځینې ژوي، ځګلونه او حیوانات شته چې هغوی ته په وده وړکولو او د هغوی سالمه ساتنه او روزنه د ژوند په چاپيریال باندې مثبت اغیز لري او د هیواد په پرمختګ کې ستره ونډه لرلای شي.

خو په تاسف سره وبلای شو چې په دې باره کې د دولت او عامه وګرو له خوا هیڅ توجه او پاملرنه نشته، او په دې اړه څوک هم خپل ځان مسول نه ګڼي.

په افغانستان کې په کافي اندازه د سیندو، چینو او کاریزونو اوبه شته چې د هغو د ښه مدیریت په پایله کې د اوبو سطحه هم لوړیده او موږ د ښکلي او صاف چاپیریال ځښتنان کیدای شو ، مګر زموږ د سیندونو اوبه يې مهاره د ګاوندیانو هیوادونو ته روانې دې.

د افغانستان چاپیریال د ټولو افغانانو له پاره یو ستر نعمت دی، چې د مختلفو طبیعي شتمنیو او فرهنګي میراثونو لرونکی دی.

په څلورو لسیزو جنګ او ناامنی کې چې د دې چاپيریال فرهنګني او طبیعي میراثونو زیان لیدلی، په دې چاپیریال کې له شتو اوبو نه زراعت او برق په موخو سالمه ګته نه ده ترلاسه شوې.

له طبیعی شتمنیو لکه به ځنګلونو او معادنو څخه ناوړه شخصي ګټه اخیستل شوې ،د امنیت او صحت په ډګر کې مو چاپیریال په څرګند ډول زیانمن شوی.

ټولو افغانانو ته مې وړاندیز دی چې خپل چاپیریال په ساتنه کې مسولانه برخه واخلي او پرې نه ږدې چې زموږ د ژوند چاپيریال نور هم خراب شي.

ځینی موارد دي،  چې دولت باید ورته توجه وکړئ:
۱:حکومت باید د خپلو امکاناتو سره د چاپیریال د ساتنې په منظور په صحی برخو کې اړین اقدامات وکړي.

۲: شاروالي باید د حمامونو او د لوړ پوړو ودانیو د سوخت توکې کنترول کړي.

۳: وزارت زراعت باید داسی پلانونه د چاپیریال سانتې په موخه پلان او تطبیق کړي.

۴: علماو باید د تعليمی او تحصیلی اداراتو ته وړاندیز دی چې د چاپيریال سانتې پوهاوې عام کړي.

۵: د جنګ طرفینو ته وړاندیز دی چې سولې ته لاړه هواره کړي ترڅو زموږ چاپيریال له امنیت نه برخه من شي او پرمختګ وکړای شي.

موږ باید د خپل چاپیریال په اړه بې پروا ونه اوسو او هر هغه څوک چې ګورو خپل شاوخوا یعنې خپله لاره، سړک، کور او نور عامه ځایونه چټلوي باید خپلې تیروتنې ته یې متوجه او د پاک چاپیریال په اهمیت یې اګاه کړو.

هر څوک باید خپل ځان د ټولنې په وړاندې مسول وګڼي، له حکومتي چارواکي نیولې تر یوه کلیوال شخص پورې ټول د خپل شاوخوا د پاک ساتلو مسولیت لري.