ټول ژوندي او غیر ژوندي موجودات چې مونږ یی.په خپل اطراف کې وینو او مونږ یی احاطه کړی یو د چاپېريال په نوم سره ياديږي یا د ژوندي او غیری ژوندي اجسامو مجموعه چې یو په بل متقابلي اغیزې ولری د چاپېريال به نوم ياديږي.
زموږ ژوند کې د ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نېول او ورته درناوی یوه تر ټولو مهمه او اړېنه دنده ده، چې په تر سره کولو سره یې زموږ ژوند ښکلی، آرام او اسوده کېږي او د نورو ټولنو وګړي هم په همدې خاطر راته درناوی کوي او ارزښت راکوي.
طبیعت نه یواځې دا چې د بېلابېلو سرچینو یوه مهمه ټوله یې زمونږ په واک کې راکړې ده، بلکې طبیعت له ژوندیو موجوداتو سره یو متصل سیسټم دی چې ټول حیات لکه خاوره، اوبه، نباتات، ژوي او انسانان ورته اړتیا لري. په حقیقت کې د تجربوي شواهدو پراخه او مډرن علم څرګندوي چې طبیعت د اوبو، هوا، خاورې، حیواناتو، نباتاتو او انسانانو یوه پېچلې مجموعه ده.
دغه اجزاوې دومره سره تړلې دي چې د یوې په له منځه تللو سره، په نورو ټولو یې منفي او ناوړه اغېزې کوي. نو خبره داده چې د طبیعت او د ژوند د چاپېریال ساتنه زمونږ دنده ده چې باید په مینه او درناوي یې ترسره کړو.
په اسلامي لار ښوونو کي تر فکر کولو وروسته معلوميږي، چي اسلام ډېر وړاندي د کائناتو چاپېريال ساتنه په نظر کي نیولې ده، داسي لار ښووني ئې کړي دي، چي په هغو سره د چاپېريال له هر ډول زیانونو څخه ټولنه ژغورل کیږي او له هر ډول داسي شيانو څخه ئې منع فرمایلې ده، چي چاپېريال ککړوي او منفي پایلي ئې پر انسان او نورو موجوداتو پریوځي، دهغو شیانو د کولو تاکیدي امر ئې کړی دئ، چي د چاپېريال پاک ساتلو له پاره اړین دي.
چاپېريال ساتنه زمونږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندېو او غیر ژوندېو موجوداتو په اړه بحث کوي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اغېزه لري
له بده مرغه د څو لسیزو جګړې، د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زمونږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي.
اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږی چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا منفي اغېزه لري. له بده مرغه د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
وروستي