د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند وايي ، چې په افغانستان کې د ناټو ماته له اوسه نه ښکاره ده

په فرانسه کې د 2012 کال د ولسمشرۍ لپاره د سوسيالېست ګوند نوماند (ارنو مونتبورګ) وايي، چې فرانسه بايد زر تر زره له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. دی وايي، چې ولې فرانسويان په داسې يوه جګړه کې چې په دوی پورې اړه نه لري او شکست يې هم له اوسه نه روښانه دی ګډون کوي. ده زياته کړې، چې د 2014 کال پای د فرانسوي ځواکونو د ايستلو لپاره ډېر ناوخته دی او فرانسه بايد تر هغې دمخه خپل ځواکونه راوباسي او خپل نور پوځي لومړيتوبونه وټاکي.