افغان سوداګرو د ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور قراردادونه ترلاسه کړل

روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون په پای ته رسېدو سره افغان سوداګرو او صادروونکو په ټولیزه توګه د څه باندې ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د صادراتو تایید شوي تړونونه تر لاسه کړي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رئیس حبیب‌الله حبیبي، چې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی وایي: "ددې تړونونو ډېری برخه له هندوستاني خواوو سره ترسره شوي دي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي."

په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ووچې مېوې، مغزباب، طبي بوټي، دانه باب، تازه مېوې، جوس او شات شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د «ګلفوډ» له کلني نندارتون څخه افغان سوداګرو په ټولیزه توګه د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کول.