حسن الترابي ونيول شو


له سوډان څخه خبرونه وايي، چې د سوډان د مخالف سياسي ګوند مشر حسن الترابي په خرطوم کې په خپل کور کې ونيول شو. د ترابي مرستيال د ده د نيول کېدو لامل له فرانسوي خبري اژانس سره د ترابي يوه مرکه ګڼي، چې په هغه کې ترابي ويلي و چې ښايي تونس ته ورته په سوډان کې هم د خلکو قيامونه پيل شي. ترابي ويلي ، چې ښايي په سوډان کې د حکومت د ناکامه اقتصادي وعدو او د سويل د بېلتون له امله خلک پاڅون وکړي او حکومت رانسکور کړي.