حکمتيار مولوي مجيب الرحمن انصاري ته: ته يوازې نه يې؛ زه هم در سره او ملاتړ دې يم 

روهي (جمعه/۸ د کب)، د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار نن د جمعې ورځې لمانځه پر مهال هرات کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري له حکومت ضد دريځه ملاتړ کړی دی. 

حکمتيار په خپلو کې ويلي دي،  "مونږ مولوي صيب  انصاري ته هم ډاډ ورکو، ته يوازې نه يې ټول ملت در سره دی؛ څه چې ته وايې دا د ټول ولس غږ او غوښتنه ده."

حکمتيار د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د نېونې په اړه يې ويلي وو، زياته کړې ده چې نه ارګ نيسي او نه هم د ارګ له ديوالونو اوړي، لاريونونه يې سوله ييز دي. 

د حکمتيار د تېرې اوونۍ څرګندونو ته د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح غبرګون ښوودلی وو او هغه يې سياسي ټوکې بللې وې. همدا ډول عبدالرشيد دوستم ګلبدين حکمتيار ته خبرداری ورکړی چې که ارګ ته دننه شي بيا د بېرته بهر کېدو فکر هم وکړه.