د افغان کریکټ بورډ وروستۍ هیله بخښونکي چارې

په وروستیو دریو کالونو کې د افغانستان کریکټ ادارې په لوړه او ټیټه سطحه کې د مسؤلینو تغیر و تبدیل د یادې ادارې او د افغان کریکټ لوبډلې پر وړاندې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او د کریکټ مبصرینو پرې توندې نېوکې کړي.

د خلکو غبرګونونو وروسته له هغه زور واخېست،کله چې د عاطف مشال وروسته د بورډ رهبرۍ ته عزیزالله فضلي د ریس په حیث په دنده وګمارل شو او سملاسي یې تر ۲۰۱۹ نړیوال جام وړاندې اضغر افغان له مشرۍ ایسته او پر ځای یې ګل بدین نائب د لوبډلمشر په حیث په ۲۰۱۹ پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې استازوالي وکړه.

په کم وخت کې د بورډ رهبرۍ کې څو ځلې تغیرات او د هغې زیانونه!

لومړۍ ـ پداسې یو حساس وخت کې (د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره د اضغر پر ځای د ګل بدین نائب ګمارل) د لوبډلمشر تغیرول ددې لامل شول چې موږ په یاد نړیوال جام کې پرلپسې نهه واړه سیالۍ وبایللې، چې همدا بایلنې مو د ولسونو او د کریکټ مېنوالو د غبرګونو راپارولو او د لوبغاړو پر وړاندې د دوی د مینې له منځه تلنې سبب شوې.

دوهم ـ د مشرانو د بدلیدو په درشل کې بل لوی ګذار د لوبډلې د عمومي مالي ملاتړي له لاسه ورکول و چې افغان کریکټ بورډ  یې د لکونه ډالرو زیان سره مخ کړی.

دریم ـ د مشرانو تغیرول په لنډ وخت کې ددې لامل شول چې په نړیواله کچه موږ بې باوره شو او هغه اړیکې چې موږ پخوا د مُراد او دانش پر وخت له نړیوالو سره درلودې، په نشت حساب شي چې دې چارې هم مالي او هم په نورو برخو کې افغان کریکټ بورډ ته بېحده زیات تاوانونه واړول.

په یاده موده کې ګڼې نورې ننګونې هم وې چې افغان کریکټ بورډ ورسره مخ شوی خو اوس به پر دې بحث وکړو چې دا لړۍ پای ته رسیدلي که نه!

د هر نوي مشر په راتګ سره مینوالو او د کریکټ مبصرینو هم خفګان څرګند کړی او هم خوښ شوي دي،ځکه که یو مشر کریکټ بورډ ته معرفي کیږي خو داسې مشر چې وړاندې پدې برخه کې هېڅ ډول کاري تجربه نلري نو مبصرین یې راتګ د ادارې او لوبډلې پخېر نه بولي، اما بعضو حالاتو کې یې راتګ ته خوښیږي، ځکه دوی فکر کوي چې په راتګ به یې د ادارې او لوبډلې ستونزې له منځه ولاړې شي.

له یو کال زیاته موده کیږي چې د افغانستان د کریکټ ادارې لپاره د عزیزالله فضلي له ګوښه کیدو وروسته فرحان یوسفزی د بورډ عمومي ریس په حیث په دنده ګمارل شوی.
که څه هم چې د فرحان له راتګ سره زیات مخالفتونه مله ول، اما وروستیو خداماتو او تغیراتو یې، یو ځل بیا د لوبغاړو او مینوالو هیلې راژوندۍ کړي.

د فرحان په راتګ سره د افغان کریکټ ملي لوبډلې وضعیت پاشلی او خپلمنځي مخالفتونو کې ډوبه وه، ان مینوالو او د کریکټ مبصرینو اټکل داسې و چې ژر به افغان لوبډله له کینیا هم په ور بدتر حالت کې ښکېله شي.
ولې هسې ونشول، ځکه فرحان هغه څه وکړل چې موږ یې هېڅ تصور نشو کولی.

یوسفزي پخپل غښتلي او مسلکي د رهبرۍ او مدیریت قوې پکار اچولو او ورڅخه د لازمې استفادې په کولو سره د بورډ د ننه حاکمه مافیا په ګونډو کړه او دا لړۍ لا هم دوام پیدا کړي.
نوموړي د بورډ د ننه او بهر بعضې پوسټونه له منځه یوړل او بعضې ګټور تشکیلات یې رامنځته کړل، لکه د زونونو ریسان له منځه وړل او پر ځای یې ولایتي پرمختیایي مسؤلین او ددوی کاري پرسونل رامنځته کړ، ددې ګټه دا شوه چې پخوا به د ولایاتو مسؤلین صلب صلاحیت و او تر ډېره به د ولایاتو په سطحه تنکي خو بااستعداده ځوانان له مخکې تګ او ورته د خپل حق سپارلو څخه محروم و، خو اوس دا ستونزه حل شوي او مینوال یې خورا هیله من کړي.

د فرحان یوسفزي یو بل غوره اقدام د  سلېکشن کمیټې لغوه کول او پر ځای یې د لوبغاړو د مدیریت سیستم رامنځته کړ چې پر اساس به یې لوبغاړي پخپل پرفامنس د هیواد ملي، الف، نولس کلنو او ایمرجېنګ لوبډلو ته لار پیدا کوي.

اوس د افغان کریکټ بورډ مشرتابه او کارکوونکو ته پکار ده تر څو دوه برخې تر کار لاندې ونیسي.
لومړۍ ـ د افغان کریکټ ملي لوبډلې ته د عمومي مالي ملاتړي(سپانسر) پیدا کول
دوهم ـ په نړیواله کچه له ټاپ اته(اته غوره لوبډلو) له بورډونو سره ښې او غوره اړیکې رامنځته کول، تر څو پر اساس یې افغان لوبډله د ای سي سي له کلني پلان علاوه نورې زیاتې لوبې هم ترسره او ولري.

یادونه
مبصرین باید هڅه وکړي ترڅو په بورډ د نیوکې تر څنګ د یوې لازمې او منظمې حل لارې شریکولو هڅه هم وکړي ترڅو انتقادات یې مسلکي بڼه خپله کړي.