د ګلفوډ ۲۰۲۱م کال نړیوال نندارتون کې ۲۸ افغان کمپنیو ګډون کړی

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، د ګلفوډ ۲۰۲۱ نړیوال نندارتون، چې پرون د فبروي په ۲۱ مه نېټه د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې په لاره اچول شوی په کې د نړۍ د ۸۵ هېوادونو د کمپنیو ترڅنګ له افغانستان هم د تولید، پروسس او سوداګرۍ ۲۸ کمپنیو ګډون کړی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رئیس حبیب الله حبیبي وایي، چې نړیوالو ته د افغان مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پېژندې په پار یاد نندارتون افغان سوداګرو ته یو مهم او استثنایي فرصت دی.

د مسؤلینو په وینا چې افغان سوداګرو د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیایي ادارې په مرسته او د کرنې وزارت په هغږۍ په دې نندارتون کې ګډون کړی او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي؛ چې په دغو محصولاتو کې زعفران، وچې مېوې، طبي بوټي، شات، پروسس شوې مېوې او لسګونه ډوله نور محصولات شامل دي.

د ګلفوډ نړیوال نندارتون د نړۍ په کچه د خوړو په برخه کې له سترو نندارتونونو څخه دی، چې د نړۍ د څه باندې ۸۵ هېوادونو سوداګر له خپلو محصولاتو سره په کې ګډون کوي.