افغان وسله وال ځواکونه به د 2012 کال ترنيمايي پورې 40 په سلو کې زيات شي

 افغان دولت او نړيوالو ملاتړو پتيېلې چې دافغانستان وسله وال ځواکونه د 2012 کال تر اکتوبر پورې 378 زرو ته ورسوي ، چې دا په اوسني شمېر کې 42 په سلو کې زياتوالی دی. په تېرو نهو کلو کې تجربو ښودلې وه ، چې د افغان ځواکونو روزنې او پراختيا پروګرام د بې سوادۍ او مخدره توکو د استعمال او له پوځ څخه د تښتېدو له امله چندان پايلې نه درلودې او په 2009 کال کې يو وخت د سرتېرو د جذب له شمېر څخه د تښتېدلو کسانو شمېر زيات وو، خو تېرکال په افغان ځواکونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی او هيلې زياتې شوي دي. اوس نړيوال ځواکونه او افغان دولت هڅه کوي ، چې دافغان ځواکونو د روزنې او پياوړتاي لپاره نړيوال ملاتړ او امکانات ترلاسه کړي ، چې په اغلب ګومان سبا ته به دغه پلان نړيوالو ملاتړ کوونکو ته وړاندې او ملاتړ به ترې وشي