کورنيو چارو وزارت: کمېشن کاران نېول کيږي

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې له دې وروسته ټول هغه کسان چې د دولتي ادارو او غوښتونکو ترمنځ د کمېشن کارانو په توګه کار کوي، نېول کيږي. 
 
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ويلي دي چې دغه کمېشن کارانو اداري فساد ته زمینه برابره کړې او د ترافيکو په ادارو کې يې شمېر لوړ دی. 
 
نوموړي خبرداری ورکړی دی چې له دې وروسته هېڅ کس نه شي کولی چې د دولتي ادارو کې د يو بل چا د سندونو بهیر وړاندې يوسي. 
 
ارين د کابل ولايت د ترافيکو مديريت د ۵۱ کسانو د نیولو کېدو هم ويلي او زياته کړې ده چې کورنیو چارو وزارت د فساد د له منځه وړلو قوي هوډ لري.