په فېس بوک کې د يوې مور د سات تېرۍ له امله يې کوچنی ماشوم مړ شو

د امريکې په کولرادو ښار کې محکمې يوه 34 کلنه مور له دې امله پړه وبلله چې ، په فېس بوک کې د ساعت تېرۍ له امله يې له خپل ماشوم سره بې غوري کړې او د هغې د مرګ لامل ګرځېدلې. دغې 34 کلنې ښځې خپل ماشوم د اوبو په ټپ کې خوشې کړی و او په خپله يې له انټرنېټي دوستانو سره په (کافې ورلډ) او فېس بوک کې ساعت تېري کوله. د هغې په وينا ماشوم يې لس دقيقې په ټپ کې خوشې کړی و او کله چې سر يې ورښکار کړ ، ماشوم په اوبو کې پړ مخې پروت و او ساه يې ختلې وه.